هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

داعش د کابل پر څلورسوه بستریز روغتون د برید مسولیت منلی دی

د اسلامي دولت وسلوالې ډلې( داعش) په کابل پر څلورسوه بستریز روغتون د نني برید مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

ویل کیږي چې په دې برید کې وسلوال کسان د ډاکترانو په چپنو کې روغتون ته ننوتې او د روغتون له دننه څخه یې له امنیتي ځواکونو سره د څو ساعتونو لپاره جګړه وکړه.

برید هغه مهال پیل شو چې یو ځانمرګي بریدګر د سردار محمد داودخان د پوځي روغتون تر شا پر ځان پورې تړلي چاودیدونکي موادو وچول او درې نور بریدګر له وسلو او لاسي بمونو سره روغتون ته ننول.

چارواکي وايي، له بریدګرو یو وژل شوی او دوو یې د روغتون په لوړو منزلو کې مورچې نیولې او له هغې ځایه له هغه ځانګړو ځواکونو سره ډزې تبادله کوي چې سیمې ته استول شوي دي.

امنیتي ځواکونو د روغتون چاپیره ساحه تړلې او ځانګړې کوماندو ځواکونه له الوتکو څخه د روغتون په چت ښکته کړی شوي دي.

په سیمه کې خبرایالان وايي، د روغتون دننه د یوې بلې درنې چاودنې غږ هم اوریدلی شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، ځانګړي کوماندو ځواکونه په روغتون کې له پټو شویو وسلوالو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړې وايي، یو برید ګر وژل شوی او دوو بریدګرو سره لا هم جګړه روانه ده. د نوموړي په وینا تر اوسه د ملي اردو یو سرتیری هم په دې برید کې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، لږ تر لږه درې کسان په دې برید کې تر اوسه وژل شوي او شپیته نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برید کې لاس لرل رد کړي.

د داعش سره تړلي اعماق خبري اژانس وايي د دوی وسلوالو پر دې روغتون برید کړی.

داعش تر دې مخکې په کابل کې د سترې محکمې مخې ته د یو بل خونړي برید مسولیت هم منلی و، او تر هغې مخکې یې د روښنايي غورځنګ پر لاریون کې خونړۍ چاودنې کړې وي.

ولسمشر غني او افغان اجرایه ریس عبدالله دا برید غندلې . ولسمشر اشرف غني د ښځو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې دا برید د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف بللی دی.

ناټو وايي، دوی چمتو دي چې ددې برید په وړاندې په جګړه کې د افغان امینتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

په داسې حال چې د سرادرمحمد داود خان د روغتون دننه وسلوال لا هم مقاومت کوي، د روغتون دننه یو شمیر ناروغان د روغتون له هندارو څخه ښکاري چې غواړي د هندارو تر شا ځانونه پټ کړي.

د داعش وسلواله ډله په کابل دا برید د طالبانو تر هغو درې تنظیم شویو بریدونو یوه اونۍ وروسته کوي چې د کابل په ختیځ او لویدیځ کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

په داسې حال کې چې د اوږدې مودې راهیسې افغان چارواکو او په افغانستان کې میشتو د بهرنیو ځواکونو قومندانانو د داعش وسلوالې ډلې فعالیت کم اهمیته بولي، خو له ننګرهار وروسته په کابل او د افغانستان په شمال کې ددې ډلې خونړي بریدونه ښيي چې اوس دا ډله د افغانستان امنیت ته یو جدي ګواښ دی او کولی شي د وسلوالو طالبانو او حقاني شبکې په څیر پیچلې حملې ترسره کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */