د کابل وروستۍ پيښې له ټپیانو لیدنه؛ غني وايي، موږ روغتونونه جوړو، تروریستان یې ورانوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شپه له برچي سل بستریز ملي روغتون څخه چې پرون پرې تروريستي بريد شوی و او په هغه کې يو شمېر ښځې او ماشومان شهيدان شول، ليدنه وکړه.
ارګ وايي، همداراز جمهوررئیس د پروني تروريستي بريد د ټپيانو او نو زېږو ماشومانو چې په اتاترک روغتون کې یې ساتنه او پالنه کېږي، پوښتنه وکړه.
ولسمشر چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د چارو ادارې عمومي رئيس ډاکتر فضل محمود فضلي يې ملتيا کوله، يو وار بيا د شهيدانو کورنيو ته د خپل تسليت مراتب وړاندې کړل وې ويل:

«له تروريستانو سره زموږ توپير دا دی چې موږ د هيواد د راتلونکې لپاره په ماشومانو پانګونه کوو، خو تروريستان پر ماشومانو او زموږ په خويندو برید کوي او موږ چې کوم روغتونونه جوړو هغوی یې ورانوي.»

امنیتي ځواکونو ته امر

هغه زياته کړه، موږ امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته وګرځي.
اتاترک روغتون کې له ماشومانو ليدنه - ارګ
ښاغلي غني وويل، د تروريستانو دا چلند د اسلام د مقدس دين د دستوراتو خلاف دی او د دوی وحشت، جنايت، طغیان او ګمراهۍ ښیي او نه بښونکی دی.
ارګ زیاتوي؛ ولسمشر غني د دې جنايت او په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو د تروريستي بريد عاملين د بشريت دښمنان وبلل او څرګنده يې کړه:

«کله چې په هدفمند ډول د ټولنې په يوې برخې بريد کېږي، په حقيقت کې دا په ما او د افغانستان په ټولو خلکو بريد دی او هغه مهال زه يو هزاره او شيعه يم.»

هغه ټينګار وکړ چې د دشت برچي سل بستریز روغتون د ارادې، مقاومت او ژمنتیا سمبول دی وې ويل، عملياتي واحد به په سمدستي ډول د دشت برچي سل بستره روغتون ترميم پيل کړي او د روغتون تشکيل به د سل بستریز سټنډرډ پر اساس تنظيم شي.
FB IMG 1589437560429 د کابل وروستۍ پيښې له ټپیانو لیدنه؛ غني وايي، موږ روغتونونه جوړو، تروریستان یې ورانوي
ده وويل، ټولو هغو ډاکترانو او کارکوونکو چې د پېښې په ورځ اتلولي کړې، معنوي او مادي به وهڅول شي، ستونزې به يې حل شي او د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره به عاجله مرسته وشي.
ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ستاينه وکړه چې د وړمې ورځې تروريستي بريد پرمهال يې د تلفاتو د زیاتېدو مخنيوی وکړ.
نوموړي خلکو ته تسلیت ویلی او زیاته کړې یې ده چې موږ واحد ملت يوو، تروريستان موږ نشي وېشلی.