د کابل او ننګرهار وحشتناک بریدونه او غبرګونونه؛ مسوول یې څوک دي؟

پرون په افغانستان افغانستان کې یو ځل بیا له وحشت ډکه او خونړۍ ورځ وه، ګڼو افغانانو په کې ژوند له لاسه ورکړ، کوچني نوي زیږیدلي ماشومان، میندې، ځوانان او سپین ږیري په کې له منځه لاړ.
لومړی په کابل کې د نويو زیږیدلو ماشومانو پر روغتون برید وشو چې په ترڅ کې د میرمنو، تازه زیږیدلیو او نرسانو په ګډون ۱۳ تنو په کې ژوند بایلود.
دویم برید د ننګرهار ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ کې وشو چې په ترڅ کې یې ۲۴ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۶۸ تنه نور ټپیان شول.
دا ځانمرګی برید د یوې جنازې پر مراسمو داسې مهال شوی د جنازې نیت تړل کیده او خلک لمانځه ته ولاړ ول.

غبرګونونه

پرونیو وحشتناکو بریدونو ته کورني او بهرني غبرګونه ښودل شوي دي.
طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي، خو د افغانستان حکومت ددې ټولو مسوولیت پر داعش او طالب وسله والو اچولی دی. ولسمشر غني پرون ماښام یوه ویډیوي پيغام کې طالبان ملامت کړل چې باوجود ددې چې علماوو، افغانانو، نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي، خو دوی د اوربند پرځای جګړه غوره کړه او هره ورځ یې د افغانانو وژلو ته د تیر په توپير لا ډیر دوام ورکړ.

کابل کې پروني برید پایله کې دا مور او نوي زیږیدلی ماشوم دواړه شهیدان شوي

ښاغلي غني د طالبانو ددې بریدونو په مقابل کې افغان ځواکونو ته امر وکړ چې بیرته د طالبانو په شمول په ټولو ترهګرو تعرضي بریدونه پيل کړي او له فعاله دفاعي حالت ووځي.
باید یاده شي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر توافق وروسته افغان حکومت د جګړې درولو په موخه هر ډول بریدونه او تعرض بند کړی و.
ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او د نړۍ ګڼو هیوادونو پروني بریدونه غندلي او د سولې غږ یې کړی.

خو مسوول یې څوک دی؟

له پرون راهیسې د حکومت پر مشرانو له دې امله سختې نیوکې کیږي چې د واک په ویش کې مصروف دي او ملت د جګړې په اور کې سوځي. خلک وايي، د واک پرځای باید مشران د ځواکونو حالت او ولس ساتنې ته مخه کړي، څو دداسې وحشتناکو بریدونو مخه ونیسي.
له بله پلوه پر طالب وسله والو سختې نیوکې کیږي چې په دا ډول بریدونو کې لاس لري او ټول مسوولیت طالب وسله والو ته راجع کیږي.
خلک استدلال کوي چې که طالبان دا ډول بریدونه نه کوي، نو بیا ولې سوله ورسره وشي، ځکه دا داسې مانا ورکوي چې که له طالب سره سوله هم کیږي افغانان به وژل کیږي یا دا چې طالبان ګواښ نه دی، اصلي ګواښ بل دی باید هغه لوری پیدا او سوله ورسره وشي، کنه دغسې حالاتو کې له طالبانو سره سوله افغانستان امن نه شي راوستلی.

د افغان ځواکونو سرتیری یو ماشوم له روغتونه ژوندی راژغوري

ترڅنګ پر ټولنیزو رسنیو خلکو انتقاد کړی چې که طالبانو اوربند کړی وای، اوس به معلومه خبره وای چې هغوی اوربند کې دي او برید بل چا کړی دی، دا چې طالبان اوربند نه کوي، نو اصل کې برید همدوی کوي، خو یوازې ددې لپاره چې د خلکو عامه ذهنیتونو یې نور هم پر ضد نور خراب نه شي، مسوولیت یې نه اخلي او په نورو نومونو یې داعش او نورو ډلو پورې تړي.
سیاستوال او لیکوال پوهاند اسماعیل یون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

«بلخ، لغمان، ننکرهار، کابل، خوست، غور او ټول افغانستان په وینو ولمبېده،((جهاد ))او فساد په درز کې روان دي خو چارواکي لا هم د واک له وېشه نه دي اوزګار شوي.»


ننګرهار کوزکونړ ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید ځای

د سیاسي چارو نیږدې افغان څارونکي او شنونکي خوشحال خلیل بیا په یوه شننه کې اوسنی حالت له افغانستانه د روسانو له وتلو وخت سره تشبیه کړی دی. هغه لیکلي:

«امریکایانو په افغانستان کې د خپلې ښکېلتیا او بیا ځان ایستلو یو تکتیک له روسانو زده کړ. کله چې روسانو وغوښتل له افغانستانه ووځي نود جمعیت اسلامي مشران یې مسکو ته مېلمانه کړل، هملته یې له غوږه ورتېره کړه، چې زموږ تر وتلو وروسته به جګړه سختوئ او افغانستان به تباه کوئ. ددې په بدل کې به تاسو واک ته رسوو. د روسانو هدف دا و، چې د دوی وتل په نړیوال کچ کومه ماته ( شکست) ونه انګېرل شي، بلکې ټوله نړۍ وګوري، چې تر دوی وروسته افغانستان په کومه تباهي کې پریوت؟ دوی نه غوښتل افغانان د ملي مبارزې خلک معرفي شي او دوی اشغالګر . اول یې پرې یو مرکزي منظم دولت له پښو راوغورځاوه، بیا یې د افغانستان دفاعي نظام پرې ړنګ کړ او په پایله کې یې په داسې کورنۍ او مردارې وحشیانه خپلمنځي جګړه کې ښکېل کړل، چې تنظیمونو ته د وطن د ازادولو په نامه کوم ویاړ پاتې نه شي او ښه په زغرده یې د افغانانو او نړیوالو په ذهنونو کې وځپي، چې له دوی څخه کرکه له روسانو کرکه لاندې کړه. امریکایان کټ مټ همدا کار په طالبانو کوي. دا کار اول له دې پیل شو، چې طالبان یې له امریکا سره اوربند ته اړ کړل او د افغانانو وژلو ته یې میدان ورپرېښود د دې په پایله کې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو جګړې تر ټولو سخته، پېچلې، حیرانوونکې او حتی طنزي پوښتنه د هرچا، خپل و پردي پرشونډو ده، چې دا نو څنګه امکان لري، چې دعوا د جهاد وي او کافر خوندي ساتي، خو مسلمانان ، ښځې او ماشومان وژني؟ دې پوښتنې ته هېڅ بل ځواب نه شته پرته له دې چې امریکایان ورڅخه ځانګړی هدف لري او هغه د طالبانو او په مجموع کې افغانانو بدنامول دي، دوی غواړي خپل وتل داسې وښيي، چې افغانستان نور په دې نه ارزي چې دوی په کې پاتې شي. له بلې خوا غواړي طالبان داسې د خلکو او نړیوالو په کرکو، نفرتونو او ترهګري تصور کې ونغاړي، چې سبا ته بیا د ازادۍ غوښتنې او په اصطلاح اشغال ضد جګړې یا جهاد اکټونه ونه کړي او بړبړ ونه غږیږي. ګورئ به یې چې سبا به ټول تاریخ، عامه قضاوت او خلک د طالبانو له نامه سره یوازې همدا یوه جمله یادوي: دوی هغه ترهګر و چې له امریکایانو سره یې سوله وکړه، خو په زرګونو مسلمان افغانان، ښځې او ماشومان یې ووژل. ستونزه دا ده، چې پخپله طالبان د تاریخ له دې تکرار څخه پند نه اخلي او روان دي، چې په تاریخ او د خلکو په ذهنونو کې تر جهادي تنظیمونو سل و زر ځلې زیات منفور او کرکجن او ویروونکي یاد شي.»


د ټولنیزو رسنیو یوه مخکښ او افغان لیکوال نجیب ننګیال ځینی لیدلې کیسې لیکلي:

«همدا اوس له سل بستریز روغتونه راغلم. د ژوند او روغتیا دغه مرګز مرګوني وحشت ځپلی، په وینو لړلی ‌‌‌‌‌‌او نهایت ‌‌‌‌‌‌ډاروونکی و. هغه ځای چې میندې او پلرونه د خپل نوي ماشوم، نوي امید او یوه نوي زېري اورېدو لپاره ورته راتلل د مرګ په مرکز بدل شوی و. شیرینۍ نه ورکول کېدې او هلته هیچا اوس د ده کورنۍ ته د یوه نوي ګل د راتلو انتظار نه کاوه. د شیدو بوتلونه، انکیوبېټرې، د نوزېږو ماشومانو کالي او چپرکټونه به وینو لړلي و. د ځانګړو پولیسو یو افسر دوه مرمۍ لګېدلی و، خو بیا یې هم زړه صبر نه و کړی تر څو چیغې وهونکی بې تابه ماشوم چې د شهیدې مور په غېږ کې و، و ژغوره. یوه بل کیسه را ته کوله، یو څو ساعته مخکې زېږېدلی ماشوم مو و ژغوره، داسې چې خوله کې یې د مور د شیدو په ځای وینې وې. نورې کیسې د لیکلو او کولو نه دي. وطن نه دی، د زمکې په سر سره تبۍ ده.»


ددې ټولو ترڅنګ خلکو پر طالبانو یو ځل بیا غږ کړی چې که پر ملت رحم لري، نو هیڅ بهانه نه ده پاتې، باید اوربند او سوله وکړي او نور د افغان انسان د وینې توییدل بند شي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي چې که اوربند وشي، نو خلک به ارامه ژوند وکړي، د سولې په برخه کې به پرمختګونه وشي او ترڅنګ به یې د هغو تروریستانو ځالو له منځه وړلو لپاره فرصت پيدا شي چې افغانستان کې تخریبي کړنې ترسره کوي.
 
 
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.