صالح؛ د کابل پوهنتون او کوثر کورس پېښو په اړه شواهد لاسته راغلي

 راپور: نسیمه محمدي

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي، چې په کابل پوهنتون او کوثر کورس پېښو اړوند په ترسره شویو اجمالي پلټنو او څېړنو کې، ډېرې شواهد لاسته راغلي چې جزئیات به یې وروسته شریک شي.
د اسپوتنیک په حواله، امرالله صالح د ولسمشر لومړي مرستیال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د کابل پوهنتون او کوثر کورس د پېښو د څېړنو په اجمالي پلټنو کې پرمختګ شوی دی.

صالح لیکلي چې:

“ډېری شواهد لاسه راغلي دي. هېڅ امکان نه لري، چې دا جنایتونه، بې ادرسه پاتې شي.”

نوموړي زیاته کړه:

“په دغه پړاوو کې د عملیاتي خوندیتوب لپاره، د جزئیاتو له وړاندې کولو ډډه کوو، خو هغه ورځ لرې نه ده چې، خلک ووینې کوم لاسونه په دې جنایت ککړ وو او زما غوښتنه د دوی لپاره علني محمکه ده.”

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې ملي امنیت او پولیسو ته یې لارښونه کړې، چې سیمه په سیمه پوښښ سل برابره چټګ او ټول مادي او تخنیکي امکانات چې اړتیا ده ورته، په واک کې ورکړل شوي او لا به ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې تېره دوشنبه، یو شمېر وسله‌والو پر کابل پوهنتون برید وکړ، چې په پایله کې ۲۲ تنه شهیدان او د دېرش تنو شاوخوا ټپیان شول.
همدارنګه درې اونۍ وړاندې، یو ترهګر د کابل په لویدېځ کې، د ښوونیز مرکز د زده کوونکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه، چې ۲۴ تنه مړه او ۵۷ تنه په کې ټپیان شول.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.