مارچ 7, 2021

د فلم پخوانۍ ستورې چي اوس هم خلک ورته انا وايي

Advertisements

ليکنه: مدثر دعوت
کبهي ها کبهي نا فلم نن ۲۶ کلن سو.
شاهرخ خان او سوچترا کريشناموتي د کبهي ها کبهي نا فلم تر جوړيدو وروسته په ميليونونه زړونه وګټله او ددې غوره فلم له کبله دواړه ډير وستايل سوه.
ددې فلم په کليزه کي شاهرخ خان د فلم هغي انجلۍ پسې چي په لاسته راوړلو کي يې د ليونتوب تر حده رسيدلی وو نن ددې او لور دواړو سره سليفي انځور نيولی چي په ټولنیزو رسنيو کي ډير پورته او کښته کيږي.

سوچترا کريشناموتي هم د کبهي کبهي نا فلم په اړه خپل احساسات د ټويټ له لاري پوسټ کړي.
سوچتر وايي ما په خپل اوږد عمر کي په لږو فلمونو کي کار کړی خو زه وياړم چي ددې فلم برخه وم خو تر ډير وخت وروسته اوس هم چي کله ما څوک ويني په انا راته وايي.

سوچترا د ۱۹۷۵ز کال د نومبر په ۲۷مه نيټه د ممبی په مهراشترا کي زيږدلې چي اوس د ۴۴ کلونو په عمر ده او يوه لور لري.
کبهي ها کبهي نا فلم د کندن شاه په ډايريکټرۍ جوړ سوی ،شاهرخ خان پکښې د سونيل په نوم د سوچيترا سره چي د انا په نوم یې رول ادا کوی ليونۍ مينه کوله.
ياد فلم په ۱۹۹۴ز کال کي د فيبروري په ۲۵مه نيټه ريليز سو،چي ۱۰۴ کروړه هندۍ کالدارو په مصرف جوړ سو او ۵.۵ کروړه هندي کالداري تجارت يې وکړ.

ددې فلم پر سر شاهرخ خان ته د فلمفير په ۳۹مه نندارې کي د داورانو په خوښه د کال د غوره اکټر ايوارډ ورکړل سو،همدارنګه پخپله فلم هم د فلمیفير د غوره فلم جايزه وګټله.
شاهرخ خان په همدې کال د بازيګر فلم پر سر هم د غوره اکټر ايوارډ وګټی.
د شاهرخ خان وروستی فلم زيرو وو چي په ۲۰۱۸ز کال کي ريليز سو خو لا تر اوسه يې هم د کوم نوي فلم تړون ندی لاسليک کړی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ