خوندیتوب ژوند بڼه طبیعت

نهنګان ولې ځانوژنه کوي؟

لیکنه: ملیحه ناصري

په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو د هغو نهنګانو انځورونه ښکته پورته کېږي چې په ډله‌ییزه توګه یې ځانوژنه کړې وي.

د عامو خلکو دا اندېښنه وي چې دوی ولې دا کار کوي. پوهان هم د دې کار د لامل مالومولو لپاره خپلې هڅې کوي، خو سره له دې هم  داسې کره او دقیق دلیل لا هېڅ چا نه دی ورته موندلي چې په علمي بڼه او دلایلو سره دا خبره جوته کړي چې نهنګان ولې د انسانانو په څېر له ژونده بېزاره کېږي.

یوه نوې پېښه په اسټرالیا کې ثبت شوې چې په ټاسماني سیمه کې یې ۲۸۰ نهنګانو ډله‌ییزه ځانوژنه کړې ده. هغه کسان چې دې نهنګانو ته د مرستې په‌پار وررسېدلي دي یوازې ۱۸۰ یې ترې ژغورلې او ۹۰ نهنګان مړه شوي دي. خو نن بیا تقریباً ۵۰۰ یې تازه رارسېدلي چې ۳۵۰ یې مړه شوي دي. مرسته کوونکې ډلې دا  هڅه کوي چې پاتې نور هم وژغوري.

دا ډول ځانوژنې په نهنګانو کې څه وخت پیل شوي؟

په ۲۰۱۵ز کې ۳۳۷ نهنګانو په شیلي کې په پاتاګونیا خلیج کې ځانوژنه کړې وه. څېړونکو لومړی داسې انګېرل چې ګوندې دا به د ځينو زهري جلبکونو د ډېرښت له امله رامینځته شوې وي. یو کال وروسته ۸۰ نهنګانو  د هند په بنګال کې ځانونه د سیند غاړې ته راورسول او ځانوژنه یې کوله.

کله چې مرسته‌کوونکې ډلې ځان وروساوه، ځينې یې ترې وژغورل؛ خو نهنګانو لاره بدله کړه له بلې لارې بېرته د سیند غاړې ته راغلل، د ځانوژنې هڅه یې وکړه.

په ۲۰۱۷ز کې په نیوزیلنډ کې ۴۱۶نهنګانو ځانونه د سیند غاړو ته راورسول؛ خو ډېری یې بېرته سیند ته ستانه کړل شول. په فارس خلیج او په عمان کې په ۱۳۷۶ل ل کې ۷۶ نهنګانو ځانوژنه کړې وه. په ۲۰۰۲ز کې چې په قناري نومي ساحل کې دې ته ورته پېښه شوې وه، په ډاګه شوه چې دې نهنګانو داسې ناروغي درلوده چې دوی ترې ځورېدل.

د دوی پر پوستکي او نورو برخو پوکاڼۍ راختلې.

FB_IMG_1600857121244.jpg

د دې ځانوژنو لاملونه څه دي؟

پوهانو له پخوا راهیسې خپلې څېړنې روانې کړي؛ خو لا یې کره کړي نه دي چې آر لامل به څه وي. داسې اټکل کېږي چې د سیند له زورورو څپو، د اوبو له لوړ غږ، د بېړیو له اواز، له لمریزو توپانونو سره به حساسیت لري او دا ډول غبرګون ښيي. کېدی شي ځينې نور لاملونه هم وي.

تر دې مخکې یوې ډلې نهنګانو چې کله ځانوژنه کړې وه، پوهانو  داسې ګومان کړی چې په دوی کې د ګډې شوې ناروغۍ له امله یې ښايي ځانونه وژلي وي. بل لامل یې د اوبو د کچې ټېټېدل (جزر)، د هوا د حالاتو ناڅاپي بدلون په ګوته شوی دی.

سرچینې:irna.ir,  tabnak.ir, euronews

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ