اپریل 16, 2021

هلمند کې د کب او هېلیو روزنه؛ دوه ستر فارمونه یې ورغول شول

Advertisements

راپور: بشر درویش
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کب او هېلیو روزنې فارمونه ورځ تر بلې ډېریږي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېریږي.
د افغانستان د کرنې وزرات یوه خبرپاڼه کې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو له قوله ویلي، چې د هلمند د کرنې ریاست له خوا تېر کال ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه ستر فارمونه ورغول شول، چې دمګړۍ په کې نږدې اووه زره کبان روزل کیږي.

ویل شوي؛ یاد فارمونه په دې ولایت کې د کب روزنې په برخه کې د بزګرو او خلکو د عملي او نظري زده کړې په موخه رغول شوي دي، چې ګڼو بزګرو ته په کې د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي الکو وایي، چې په هلمند ولایت کې د کبانو د صنعت د پراختیا په پار یې ډېرې هلې ځلې کړي او یوشمېر کسانو ته یې په دې برخه کې د روزنې زمینه هم برابره کړې ده.

د کب روزنې ټولنه

د کرنې رییس دغه راز وویل:

«په دې ولایت کې د کب روزنې د فارمونو د تنظیم او انسجام په پار یې د کب روزنې یوه ټولنه هم جوړه کړې ده.»

د هلمند د کرنې رییس دغه راز وویل، چې د هلمند په څېړنیز فارم کې د کب روزنې د فارم سره جوخت د کورنیو هېلیو یو نوی فارم، چې د کب روزنې لپاره یې شتون اغېزناک دی هم جوړ کړی دی.

صادراتي حالت هڅې

د هلمند د کرنې رییس زیاته کړه:

«کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د کب روزنې برخه پیاوړي کړي، ترڅو یاد ولایت د کبانو په برخه کې صادراتي حالت ځان ته غوره کړي.»

سرچینه زیاتوي؛ ددغو فارمونو د جوړولو موخه داده، چې هلمندیان د کب روزنې فارمونو جوړولو ته وهڅیږي او له یادو فارمونو څخه د زده کړې ترڅنګ د کبانو اصلاح شوي نسلونه هم تر لاسه کړي.
د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نږدې راتلونکې به هلمند د کبانو په يو لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.
په افغانستان کې د کب روزنې ډېر شمېر فارمونه په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ