بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د کارمندانو د دنده‌یزې بریا لپاره لس مهمې سپارښتنې

ژباړه: عطامحمد میاخېل

ډېر زیات کسان دي چې د زده‌کړو په وروستيو کلونو کې یا له فراغت وروسته، د خپلې دنده‌ییزې راتلونکې په اړه اندېښمن دي. ډېری دا کسان، کله چې له پوهنتون څخه فارغېږي، په خپل ټاکل شوي کاروبار کې د بریا په لټه کې دي، هغه هم په دې نړۍ کې، چې دنده‌ییز پرمختګ او د مسلکي کړنو لرل تر بل هر وخته ډېر زیات ارزښت پیدا کړی دی. د دې لیکنې په دوام، دنده‌ییزې بریا ته د رسېدو لپاره په ۱۰ سپارښتنو باندې رڼا اچول کېږي، نو تاسو ته بلنه درکوو، چې دا لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.

۱ ـــ خپل ابتکار او نوښت څرګند کړئ

دمګړۍ د کاروبار په نړۍ کې د بریا لپاره، په اړتیاوو او اړینو شرایطو کې ډېر زیات بدلون رامنځته شوی دی او ډېری کاروبارونه هغو کسانو ته اړتیا لري، چې له خطر منلو څخه نه وېرېږي او په ابتکار او نوښت باندې لاس پورې کوي او رییسان هم د هغو کسانو د ګمارنې په لټه کې دي، چې نوې آیډیاوې (نظریات) وړاندې کوي، ابتکار او نوښت لري، په نویو پروژو پسې ځي، د حل نوې لارې وړاندې کوي او د شرکت لپاره ښه فرصتونه رامنځته کوي.

۲ ـــ خپل ځان وارزوئ

بریا ته د رسېدو یوه لاره دا ده، چې تل خپلې کړنې وارزوئ، نباید د خپلې کلنۍ اروزنې رسېدو ته په تمه پاتې شئ، بلکې دا کار په خپله ترسره کړئ، د دې کار د ترسره کولو لپاره د مشخصو او د لاسرسي وړ موخو ټاکل او هغو ته د رسېدو لپاره، د مهالوېش لرل دي. که تازه په کوم کار باندې بوخت شوی یاست، نو د خپل ځان لپاره لنډ مهالې موخې په پام کې ونیسئ او دې موخو ته د رسېدو لپاره، مشخص او سنجول شوی پروګرام ولرئ.

غوره ده چې دندې مو په اوونیزو یا ورځنیو دندو باندې ووېشئ، د اوونۍ په پای کې وګورئ، چې خپلو موخو ته د لارې په کوم ځای کې یاست؟ آیا اړتیا شته، چې سټراټیژۍ ته بدلون ورکړئ یا په سمه لاره روان یاست؟ حتا اړینه ده، په دې لړ کې د خپلو کړنو راپور مدیر ته ورکړئ، چې د خپل پرمختګ کچه هغه ته ور ښکاره کړئ. دا کار د مدیر په وړاندې مو ستاسو ارزښت زیاتوي او هغه ته دا څرګندوي، چې د همېشنۍ ارزونې او پرمختګ په ارزښت باندې پوه شوی یاست.

۳ ـــ تل د زده کولو لپاره چمتو و اوسئ

دنده‌ییزې بریا ته د رسېدو لپاره باید تل زده کولو ته لېواله و اوسئ. دا چې له کوم پوهنتون څخه مو سند ترلاسه کړی یا څه نمرې مو درلودې، مهمه نه ده؛ ځکه مسلکي ژوند د پوهنتون له درسونو سره ډېر زیات توپیر لري. تل د هغو کارونو په اړه، چې ترسره کوئ یې، په خپل ذهن کې څو پوښتنې ولرئ، ښایي ډېر زیات وخت ونیسي، ترڅو په خپل نوي کار کې په خپلو دندو باندې واک پیدا کړئ، خو غوره ده، چې مدیر ته مو دا ښکاره کړئ، چې په خپل کار کې د ښه کېدو او پرمختګ وړتیا لرئ، په دې ترتیب ښکاره کړئ، چې هر څه ته مو پام دی او تل د نویو څیزونو له زده کولو سره لېوالتیا لرئ.

۴ ـــ له دنده‌ییزو اړتیاوو څخه خبر شئ

دنده ایزې بریا او د لا ډېر پرمختګ لپاره، باید د مدیر له دنده ایزو اړتیاوو څخه خبر واوسئ. تل له خپل رییس څخه یو ګام وړاندې پورته کړئ او له ځانه وپوښتتئ: “که زه د مدیر پرځای وای، نو غوښتل مې په بل پړاو کې څه وکړم؟” په خپل وخت د کارونو په ترسره کولو سره، مخکې تر دې چې له تاسو څخه وغوښتل شي، خپل مدیر ته دا ښکاره کړئ، چې مثبت لید او کړنې لرئ او ډېر ځیرک او فعال یاست.

۵ ـــ ډېره ښه اړیکه ټینګه کړئ

د ښې اړیکې لرل د هر کارمند د بریا راز دی. کله چې مدیر له تاسو څخه غواړي، چې د وضعیت راپور ورکړئ، د دې راپور وړاندې کول یوازې هغه کار نه دی، چې کولای شئ ترسره یې کړئ، بلکې باید په اغېزمنه او فعاله توګه ورسره اړیکه ټینګه کړئ او هغه ته ووایئ، چې څه وخت یو کار کوئ او د خپلې دندې له ترسره کولو وروسته، د کومو کارونو په ترسره کولو پسې ځئ، چې باید په بل پړاو کې ترسره شي.

۶ ـــ مشخصې موخې ولرئ

هېڅ کارمند د «سخت کار کولو» یا «تل بوخت اوسېدلو» لپاره معاش نه اخلي. هغه څه چې ستاسو د مدیر لپاره مهم دي، دا دي، چې د شرکت موخو ته د رسېدو په لاره کې مو څه کړي دي، نو باید په دې باندې پوه شئ، چې تاسو د یوه کارمند په توګه مشخصې موخې ته په رسېدو کې د مرستې لپاره معاش اخلئ، چې په ښکاره او روښانه توګه د شرکت په کړنو، رسالت او ټولیز لید باندې اغېزه کوي. په شرکت کې چې هر مقام ولرئ، ستاسو موخه لرونکی لید او ذهنیت دی، چې له تاسو سره مرسته کوي، دنده ایزې بریا ته ورسېږئ.

۷ ـــ لږ خبرې او ډېر عمل وکړئ

په کار ځای کې، تل په خپلو تعاملاتو کې په یاد ولرئ، چې د عمل کولو ارزښت له خبرو کولو څخه ډېر دی، پرځای د دې چې د هغو کارونو لپاره چې ترسره کولای یې شئ، ډېر زیاتې خبرې وکړئ، په عمل کې خپل رییس ته دا ښکاره کړئ، چې څه وړتیاوې لرئ.

۸ ـــ د خپلو شاوخوا خلکو اعتماد ترلاسه کړئ

د نورو د اعتماد ترلاسه کول، د دنده ایزې بریا لپاره یو له مهمو مواردو څخه ګڼل کېږی؛ کله چې کومه دنده مو نوې پیل کړې وي. د دې په لټه کې واوسئ، چې په چټکه توګه د خپل رییس اعتماد ترلاسه کړئ، ځکه په دې صورت کې به هغه ډېره کمه اندېښنه ولري او په ښه توګه کولای شي، په مهمو موضوعاتو باندې تمرکز وکړي او د هغو لپاره وخت په پام کې ونیسي.

کله چې مدیر تاسو یو د اعتماد وړ شخص وګڼي، نو ډېر دندې تاسو ته درسپاري. تل د کارونو د ترسره کولو مهالوېش ته ژمن پاتې شئ، کارونه په وخت سره یې پای ته ورسوئ او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شئ. که په کوم شرکت کې نوی په دنده ګمارل شوی یاست، په خپلو ژمنو باندې عمل کولو ته پابند پاتې شئ، ځکه په دې کار سره کولای شئ د مدیر اعتماد مو ترلاسه کړئ.

۹ ـــ د حللارې وړاندې کړئ

تاسو باید د حل لارې وړاندې کوونکی اوسئ، نه د ستونزو رامنځته کوونکی. ښه کارمندان هغه کسان دي، چې ستونزې حل کوي، که د هغې ستونزې په اړه، چې ستاسو په شرکت یا ادارې پورې تړاو لري، اړین واکونه نه لرئ، خپل مدیر ته د حل لارې وړاندې کړئ او تر کومه ځایه، چې په توان مو پوره ده، د یادې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړئ.

۱۰ ـــ مهربان او زړه خوږی و اوسئ

د دې لپاره چې په خپل کار کې بریا ته ورسېږئ او د بېلګه‌یز کارمند په توګه وپېژندل شئ، باید زړه خوږی واوسئ او دې باور ته ورسېږئ، چې مدیر او همکاران مو خپله ټوله هڅه کوي. د د ې لپاره، چې ډېر کار کوئ، ګیله، شکایت او بد خُلقي، هېڅ ګټه نه لري.

وروستۍ خبره

ډېری ځانګړتیاوې او چلندونه، چې د دنده ایزې بریا سبب ګرځي، په سترو مدیرانو کې هم شتون لري. د دنده ایزې بریا لپاره د پورته لس ټکو په مراعاتولو سره، کولای شئ د بریا په تګلوري کې مېشت شئ او خپلو دنده ایزو موخو ته ورسېږئ.          

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ