ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې

په کار ځای کې له دا ډول همکارانو څخه واټن واخلئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل     

په کار ځای کې دې ته مه نږدې کېږئ! زموږ کار ځای او هغه شرایط، چې زموږ په کاري فضا باندې واکمن دي، ډېر مهم دي. یو له هغو لاملونو څخه، چې زموږ په بریا او له کار څخه زموږ په خوښۍ او رضایت باندې اغېز لري، له خپلو همکارانو سره زموږ اړیکه ده. د دې لیکنې په دوام، په دې موضوع باندې رڼا اچول کېږي، چې غوره ده، له کوم ډول افرادو څخه لرې شو، ترڅو د خپل ځان لپاره، ښه او غوره کاري فضا رامنځته کړو.

دا سمه ده، چې باید له خپلو همکارانو سره، ښه اړیکه ولرئ، خو کله وخت اړینه ده، چې له ځینو همکارانو سره د مخامخ کېدو پرمهال احتیاط وکړئ. هغه کسان چې په خپلو چلندونو او کړنو سره کولای شي تاسو او نورو ته زیان ورسوي، حتا که دم ګړۍ داسې ښکاره نه شي، چې د دا ډول کار د ترسره کولو هوډ لري. له دا ډول همکارانو سره د مخامخ کېدو پرمهال، تر ټولو غوره تګلاره د واټن ساتل او د دوستۍ په اړیکه کې محدودیت دی. البته په پیل کې باید په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې له زیان رسونکي همکار سره مخامخ یاست. د دې موضوع د تشخیص لپاره، غوره ده، چې دا مسئله د هغوی په چلند کې بررسي کړئ.

غیبت او بد ګویي د دې افرادو یو له ښکاره عادتونو څخه دی، هغوی معمولاً په غیبت او بد ګویۍ کې محدودیت هم نه لري او کولای شي پرته له ځنډه، ستاسو په بل همکار پسې، چې شېبه مخکې ستاسو ترڅنګ ولاړ و، خبرې وکړي. دا غیبت او بد ګویي په دې مانا نه ده، چې تاسو د باور وړ شخص ګڼي، بلکې دا یې عادت دی او هرومرو د نورو همکارانو پر وړاندې په تاسو پسې هم خبرې کوي.

هغه کسان، چې تل له کاري شرایطو څخه ګیله کوي، هم کولای شي، تاسو او د نورو همکارانو لپاره خطر جوړونکي وي، معمولاً له هرڅه څخه ګیله لري؛ د کارونو له سختوالي څخه نیولې د خوړو او حتا د کمپیوتر تر وضعیت پورې! موضوع داده، چې د دې افرادو د ګیلو پر وړاندې مېشتېدل، د دې سبب ګرځي، چې تاسو ورو ورو د ستومانۍ احساس وکړئ، ستړي او بې حوصلې شئ او د دې افرادو ترڅنګ مو د کار لپاره انرژي ډېره زیاته را کمه شي.

د ګیلې لرلو ترڅنګ، دا افراد تمه لري، چې تر ټولو غوره امکانات په واک کې ورکړل شي، حتا که کوم ځانګړی کار هم ترسره نه کړي او کوم ځانګړی او خاص فیډبک هم ونه لري، دا تمه یې له تاسو سره په چلند کې هم لیدل کېږي. د بېلګې په توګه: له تاسو څخه هیله لري، چې له نورو همکارانو سره دوستانه اړیکه ونه لرئ، یوازې له دوی سره خواړه وخورئ او داسې نور… دا تمه تاسو په معذوریت کې مېشتوي او په ذهن باندې مو دوه چنده فشار راولي، چې ورو ورو ستاسو د ستړیا او حتا پرېښانۍ سبب به مو شي.

په بریاوو او وړتیاوو کې اغراق هم معمولاً په زیان رسونکو افرادو کې لیدل کېږي. دا کسان په خپلې دې تګلارې سره، تاسو تر خپلې اغېزې لاندې راوستلو سره، د یوه ځانګړي امتیاز د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

معمولاً د دې کسانو چلند په داسې بڼه دی، چې تاسو او کارونه مو تر پوښتنې لاندې راولي او دې ته اړ کېږئ، چې تل له ځانه دفاع وکړئ. د بېلګې په توګه: د دې افرادو د غوښتنو پر وړاندې، له نورو همکارانو سره د دوستانه اړیکې د نه لرلو لپاره، اړ کېږئ، چې د نورو همکارانو په وړاندې خپل چلندونه ترتیب او هغه ته توضیحات ورکړئ. دا هغه ستړی کوونکی کار دی، چې ستاسو د انرژۍ او وخت زیاته برخه، در نه اخلي.

دا افراد په داسې حال کې، چې تمه لري ټول یې درک کړي او  دوی ته امتیاز او مقام ومنل شي، نورو ته ارزښت نه ورکوي. د دې افرادو لپاره ستاسو خبرې او ستونزې مهمې نه دي، حتا اړینه نه ګڼي، چې ستاسو خبرو ته په سمه توګه غوږ ونیسي، په داسې حال کې، چې تمه لري، تاسو د دوی لپاره ښه اورېدونکی واوسئ. هغه چلند چې تاسو ته ښه احساس نه درکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل