که لیونۍ درپسې نه شم، نو سودایي به خامخا درپسې شمه

 

لیکنه: مهر تاج

 

شرم

 
د شاګردې د ورور فاتحې ته لاړم، د وره مخې ته یې دوه کلنه لور ناسته، خاورې راټولې کړي، قبر یې ترې جوړ کړی او دوه لرګي یې د شناختو په ډول یې سراو پښو ته درولي ول… مور مې چې پام یې نه و، پښه یې پرې اېښودله، زر مې پرې غږ کړ؛ مورې پام!!! چې د پلار قبر یې ور ړنګ نه کړې…

ـ  ګڼې مېرمنې لاس پورته کولو ته راغلي وي، د شهید مور او خویندو یې مرثیې ویلي، مېرمن یې غلې غلې ګرځیدله او د حیا په نامه یې سونګ نه خاته، شرمېدله…
دا نو څرنګه شرم شو، پیدایښت یې شرم؛ څه زوی دی چې کلی پرې خبروئ.
ـ  ورکړه یې شرم، درون کې که په هر ډول جنګ اخته وي، خوله یې ګنډلي وي، په دواړو حالاتو (د نه او هو) یې خاموشۍ ته د “هو/ رضایت” نوم ورکوي…
ـ  له وجوده به یې بل وجود پیدا شي … زږیروی به نشي کولای، چې شرم دی…
ـ  د چا تر مخه به د ژوند ملګري ته د مینې اظهار نشي کولای، سپین سترګتوب او شرم دی…
ـ  اخخخ تر ټولو لوی درد د ژوند ملګری یې په ابدي خوب ویده شي … خو دا دې زړه کې دفن کړې یو اه دې ونه کړي.. چې شرم دی…

 
ـ  خو زه بې شرمه یم، شکر چې بې شرمه یم…
تل یوه خبره کوم، چې موږ قلم والا شکر چې دوهمه ژبه لرو، بې ویلو…
د درون خبرې لیکو او خپل زړه سپکوو..
شکر چې بې شرمه یم!
پرته له دې چې څوک مې د شرم غږ واوري، لیکلی شم:
زه وېرېږم … زه وېرېږم له ” شرم ” نه… زه وېرېږم له شرمیدلو نه…
زه وېرېږم، د مېرمن کیدلو نه…
زه وېرېږم د مور کېدلو نه…
زه په پوره بې شرمۍ سره ویلی شم؛
د دې لپاره نه غواړم مور شم… چې اولاد مې په دې انقلابي وطن کې محروم ونه وینم، درد تجربه نه کړي، جنګ زده نه کړي، ونه ژاړي، ناروغ نشي، ونه ډار شي، په یو کلنۍ کې د قبر سره بلد نشي او یا هم د نانځکو پر ځای د دادا او ادې قبر معمارۍ نه کړي…

 
ـ زه په پوره بې شرمۍ سره لیکلای شم؛
وېرېږم… وېرېږم د مېرمن کېدلو نه …
که مېرمن شم … نو زه “شرم” نشم پاللی…
زه باور لرم، چې دومره به ورسره عادت شم او دومره به پسې عادت وم؛ ولو که مېړه مې راڅخه د یوې شېبې لپاره هم د کوره بهر وځي … یا به د بهر وتلو اجازه نه ورکوم او که اجازه ورکوم ، نو ورته به وایم؛ چې زه هم درسره ځم… ما هم درسره یوسه…
زه په پوره بې شرمۍ سره لیکلی شم ووایم؛
زه شرم نشم پاللی. ..
زه مې نړۍ مینه په یو موټي زړه کې نشم پټولای …
او که خدای مه کړه د ژوند ملګری مې مړ شي… ساه به مې په مرۍ کې لیونۍ منډې ووهي، که د زړه ضربان مې هر څومره په پیڅکو پسې لاس ورواچوۍ، ورستۍ ټوټې به یې منګولو ته ورشي او په وتلو به مې وجود سوړ، ژوند توفق شي…
خلاصه که ورسره ونه مرم، نو د بې شرمۍ دعوې سره دغه لنډۍ لیکلای شم؛
که لیونۍ درپسې نه شم
نو سودایي به خامخا درپسې شمه

هو، زه په بې شرمۍ سره لیکم؛
کاش هرې مېرمنې … دغه د شرم لیکل کولای او اظهارولی شوی… کاش! له زړونو یې هدېرې نه جوړولای… خپل خوبونه او احساسات یې نه په کې خښولای… کاش د شرم په نامه هېڅ ګل ته یې د زړه اوبه نه ورکولای…

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ