د جذابو ښځو عادتونه؛ دوولس یې دلته ولولئ

ښځې په خپل منځ کې يو شمېر توپيرونه لري، چې د دوى د جذابيت او ځانګړتيا ښکارندوينه کوي. مونږ په دې ليکنه کې د جذابو ښځو پر ۱۲عادتونو غږېدلي يو.
۱ –  تل له خپل خاوند سره ښه چلند کوي، ځکه يوه هوښياره او جذابه ښځه پر دې پوه وي، چې د خوشحاله ژوند راز د ګډ ژوند په خوشحالۍ کې دی.
۲ –  غيبت نه کوي، ځکه پر دې پوه وي، هغه وخت چې خاوند سره په غيبت کولو تېروم، ولې يې خاوند سره د مينې په کولو تېر نه کړم!
۳ –  خپل سينګار ته پام کوي.او په کور دننه خپل خاوند ته داسې جامې اغوندي، چې مينه يې زياته شي.
۴ – يوې جذابې ښځې ته خپله اندازه يا سايز معلوم وي، او جامې پر خپل سايز برابرې جوړوي.
۵ –  کله چې کومې مېلمستيا ته ځي، نو د ده لپاره چې هغه مهال پرې تنګه رانشي، نو دوه ورځې مخکې خپلې جامې او د خاوند جامې چمتو کوي.
۶ –  په کور دننه د خپل خاوند لپاره ښکلې خوشبويي او عطر وهي، ترڅو د خپل خاوند په ذهن کې يوه نه هېرېدونکې څېره واوسي.
۷ –  ځانته له هوا سره سم جامې غوره کوي، ترڅو جامې يې د هوا سره همغږي ولري. هر ځاى ته د تللو په پام کې نيولو سره جامې اغوندي، ځکه دا تل په پام کې نيسي،چې د چاپيريال او د هغه چاپيريال د خلکو او کلتور جامې اغوستل په اصل کې خپل شخصيت ساتل دي.
۸ –  په نرمښت سره خبرې کوي،خبرو کې بد الفاظ نه وي .
۹ –  نورو سره ښه کوي، ځکه پر دې پوه وي،چې بد کول کومه ګټه نه لري.
۱۰ – تل نورو ته احترام کوي،ځکه پر دې پوه وي، چې نورو ته احترام کول په اصل کې ځانته احترام کول دي.
۱۱ – د خپلې خواښې او خسر زړه ساتي، ځکه پوهېږي، چې د خاوند د زړه ور يې خواښې او خسر دي.
۱۲ – له خداى ځخه وېره لري، عبادت کوي، له دروغو ډډه کوې، او پر دروغو قسم نه خوري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ