جیسن هولډر په غبرګې سلیزې لمړي مقام ته ورسید !

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیالیو کپتان جیسن هولډر د انګلستان خلاف ټیسټ لوبې کې د غبرګې سلیزې جوړولو وروسته د ټیسټ سیالیو په درجه بندۍ کې لمړي مقام ته ورسید.

 نوموړي درې ورځې وړاندې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې خلاف ټیسټ لوبه کې غبرګه سلیزه جوړه کړه، چې ورسره انګلستان په دغه سیالۍ کې د ۳۸۱ منډو په ستر توپیر سره ماتې هم وخوړه.

west indies vs. england test cricket series joe root jason holder gettyimages 1086348124 جیسن هولډر په غبرګې سلیزې لمړي مقام ته ورسید !

 د غبرګې سلیزې ۲۰۲ منډو جوړونکی جیسن هولډر د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د الراونډرانو په تازه اعلان شوي رینکینګ یا درجه بندۍ لیست کې له مخکیني دریم مقام څخه لمړي ته رسیدلی دی.

 په اعلان شوې درجه بندۍ کې ویسټ انډیزی هولډر په ۴۴۰ ریټینګ پوانیټونو سره لمړی، ورپسې بنګله دیشی شاکیب الحسن، هندی روینډر جدیجه، انګلستان بین سټوک او افریقايي ویرنن فیلینډر یو بل پسې دي.

042b7 15486080059542 800 جیسن هولډر په غبرګې سلیزې لمړي مقام ته ورسید !

 د کوربه ویسټ انډیز او میلمه انګلستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په ویټ انډیز کې د ۳ ټېسټ، ۵ یو ورځینۍ او درې ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ پلان شوې ده، چې مارچ میاشتې تر ۱۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.