سینما او موسیقي

پاکستانی سندرغاړی جیند خان، عاشقي۲ فلم په وړاندیز نه قبلولو پښېمانه یم

پاکستاني سندرغاړي او فلم ستوري جنید خان ویلي چې د هندي سینما مشهور فلم لارښود مهیش بهټ ورته په فلم عاشقي۲ د کار کولو وړاندیز کړی وه چې دې ورڅخه انکار کړی وه خو اوس پښېمانه دی.

جنید خان په یوه مرکه کې ویلي چې په ۲۰۱۳ کال کې د بالیوډ فلم عاشقي ټو کې ورته د کار کولو وړاندیز شوی وه چې یې رد کړی و.

دی زیاتوي چې مهیش بهټ د عاشقي ۲ فلم لپاره له پاکستانه د یوه فلم ستوري په لټه کې وه او د دې لپاره یې انلاین سیالي هم تر سره کړې وه.

دی وایي چې مهیش د دغه فلم لپاره داسې یوه اداکار غوښته چې په هند کې یې څوک ونه پېژني او د دې تر څنګ سندرې هم وویلي شي او اداکاري هم وکولی شي.

نو په خبره یې په همدې لامل یې ورته د فلم لپاره وړاندیز هم کړی و.

دغه پاکستاني سندرغاړي ویلي چې کله یې فلم وليده نو افسوس یې وکړه ځکه چې دا یو ډېر لوی فلم و، دی دغه راز وایې د فلم د پروډکشن تر څنګ د فلم لپاره ډېر ښې سندرې انتخاب شوې وې.

د یادولو ده چې جنید خان د هنر په نړۍ د سندرو ویلو تر څنګ اداکاري هم کوي.

نوموړي د کوک سټډیو په ۹ پړاو کې د مشهورې سندرغاړې مومنه مستحسن سره هم سندرې ویلې وې.

د دې ورهاخوا یې د جیو په ډرامه  ’یاریاں‘ کې هم مرکزي رول لوبولی و، چې مینوالو یې هم خوښ کړی و.

باید وویل شي چې د هندی سینما د عاشقي۲ فلم په ۲۰۱۳ کې ننداره شوی و چې د دغه کال د غوره فلمونو له ډلې وه، د همدغه فلم له لارې ښکلې فلم ستورې شردها کپور د فلم نړۍ ته پښه کېښوده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی