د پوستکي د سپنیدو او ځلېدو لپاره د جوارو اوړه او ليمو وکاروئ!

ژباړه: شپنه سلګۍ
هر څوک هڅه کوي چې د وجود پوستکی یې سپین او جذاب وي، خصوصاً ښځې د پوستکي د سپینوالي لپاره بېلابېل کرېمونه او فيس واشونه کاروي، خو ډېری یې ښې پایلې نه لري.
د دې لپاره موږ درته یوه خورا ډېره آسانه، ارزانه، خو ساده نسخه موندلې ده، چې په کارولو سره یې تاسو کولی شئ چې په ډېرې آسانۍ سره د خپل وجود پوستکی سپین او جذاب کړئ.
د دې کورنۍ خو ګټورې نسخې اړین توکي:
د پوستکي د سپینولو لپاره تاسې باید د جوارو اوړه او یو دانه لېمو ولرئ.
د کارونې کړنلاره یې داسې ده چې؛ لومړۍ به په یوه کاسه اوبو کې یو دانه لېمو واچوئ، وروسته یې لس دقیقې په اور کېږدئ، ښه یې سره ولړئ، چې ښه وخوټېږي، تر خوټېدلو وروسته دوې کاشوغې د جوارو اوړه پکې واچوئ او بېرته یې یوه شېبه په اور کېږدئ، ښه یې سره ولړئ، چې د فریني غوندې ټینګ شي.
له سړېدلو څخه وروسته یې د وجود پر پوستکي ووهئ او د پنځلسو دقیقو لپاره یې پرېږدئ، له هغې وروسته یې په سړو اوبو ووینځئ، او وګورئ چې څومره توپیر مو د وجود په پوستکي کې راغلی دی.
دا کړنلاره د څو ورځو لپاره تکرار کړئ، د بدن د پوستکي په سپینوالي او جذابیت کې به مو ډېر څرګند بدلونونه ووينئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د کابل او لوګر بریدونو کې له ټپيانو سره د مرستي په پار خپل مډالونه لیلاموي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د آزادي مبارزې او جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري خپل دوه نړیوال مډالونه لیلاموي، تر څو په پيسو یې د کابل د لوېدیځ او لوګر د بریدنونو له ټپيانو سره مرستي وکړي. ... نور ولولئ