تر دې مهاله په ای پي ايل ايل کې د راشد خان سفر

راشدخان په ۲۰۱۷ز کې سنرايزر حيدراباد لوبډلې له ځانه سره واخيستی چې لاهم ورسره دی.

د راشد او محمدنبي دا پنځم کال دی چې په ای پي ايل ليګ کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، پداسې حال کې چې سږکال مجيب الرحمن هم ورسره يوځای سو،نبي کله کله لوبوي خو راشد خان تر اوسه په هيڅ لوبه کې دمه نده کړې.

سږکال هم راشد ډېر ښه روان دی ،که څه هم لوبډله يې سر پر سر لوبې بايلي او تر اوسه يې هيڅ لوبه نده ګټلې خو راشد په توپ اچوونه کې پوره تاثري تمامېږي.

په ۲۰۱۷ز کې چې په ای پي ايل کې د راشدخان لومړی پړاو وو،ويې سول کولای چې په ۱۴ لوبو کې د ۶.۶۲ اکانومۍ په درلودلو سره ۱۷ ويکټې ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۸ز کې يې بيا په ۱۷ لوبو کې د ۶.۷۳ اکانومۍ په درلودلو سره ۲۱ ويکټې ترلاسه کړې.

همدارنګه په ۲۰۱۹ز کې يې په ۱۵ لوبو کې په ۶.۲۸ اکانومۍ سره ۱۷ ويکټې ترلاسه کړې.

په ۲۰۲۰ز کې يې په ۱۶ لوبو کې په ۵.۳۷ اکانومۍ سره ۲۰ ويکټې واخيستې.

سږکال يې تر اوسه په ۳ لوبو کې ۴ ويکټې اخيستي دي خو په توپوهنه کې ښه ندی ځلېدلی.