سپورټ کرکټ

د جورج بیلي نصیحت او د سټیف سمېت بریا

یاران سپورټس

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او په بېګ باش لیګ کې د هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې لوبډلمشر جورج بیلي وایي، ده د اسټرالیا مخکښ توپ‌وهونکي سټیف سمېت ته په ۲۰۱۵م کې نصیحت کړی و او بریالی هم شو.

د ۲۰۱۵م نړیوال جام پرمهال سټیف سمېت د اسټرالیا لپاره مخکښ منډې جوړوونکی و، ده یوه سلیزه او ۴ نیمه سلیزې ووهلې.

سمېت غوښتل چې په وروستیو کې توپ‌وهنې ته راشي، خو هغه ون ډاون توپ‌وهونکی و.

جوج بیلي وايي: “د ۲۰۱۵م کال نړیوال پنځوس اوریز جام پرمهال د سمېت منډې په ۸ لوبو کې ۴۰۲ وې او تر نورو لوبغاړو مخکښ و، هغه غوښتل چې په شپږم یا اووم نمبر توپ‌وهنې ته راشي، خو زما ټینګار دا و چې مخکې توپ‌وهنې ته راشي په وېکټ ودرېږي او تر ډېر وخت توپ وهنه وکړي.

همدارنګه دې چارې له سمېت سره مرسته وکړه، چې پایلوبه کې د نیوزیلېنډ خلاف د نړیوال جام پایلوبه کې د ده حوصلې وکولای شول، چې په ۷۱ توپونو ۵۷ منډې وکړې او اسټرالیا تر اتلولۍ ورسېده.

د بیلي په خبره سمېت دې ته چمتو و، چې ښې حوصلې سره لوبه وکړي او په وېکټ ودرېږي، نو په ۵۰ اوریزو لوبو کې اړتیا ده، چې دی مخکې توپ‌وهنې ته ورشي او ډېرې منډې جوړې کړې.

د هغه په وینا ده د شپږم او اووم مقام توپ‌وهنې لپاره مېچل مارش وګوماره، چې هېټېنګ یا ځواکمنه توپ‌وهنه وکړي.

جورج بېلي وایي، ده ولیدل چې سمېت په درېیم نمبر ښه توپ‌وهنه کولای شي، نو د وخت لوبډلمشر مایکل کلارک ته یې وړاندیز وکړ، چې د مېچل مارش پرځای سمېت درېیم مقام توپ‌وهنې ته راولي او مېچل مارش د سختې توپ‌وهنې لپاره شپږم مقام ته بدل کړي.

له دې وروسته سمېت په درېیم مقام راته او بریالی هم شو.

اوس مهال سمېت د نړۍ په کچه یو مطرح لوبغاړی دی، چې هم په ټېسټ او هم په یو ورځنیو لوبو کې ټاپ رېنکېنګ کې شامل دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ