په ۲۰۱۱م نړیوال جام کې سریلانکا جوړجاړی نه دی کړی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
یاران سپورټ

څو ورځې وړاندې د سریلانکا د ورزش وزیر مهینداناندا الوت ګماګی په سنګاکارا او جایاوردنی تور پوری کړی و، چې سریلانکا د ۲۰۱۱م نړیوال پنځوس اوریزجام پایلوبه کې مېچ فېکسېنګ یا جوړجاړی کړی دی.
نوموړي د سریلانکا حکومت ته ویلي وو، چې د سنګاکارا، مهېلا جایاوردنی، اراوېنډ ډېسېلوا او اپال ترنګا په اړه څېړنې وکړي.
د سریلانکا پولیسو هم څېړنې وکړې او د کرکټ نړیوالې شورا هم خپلې څېړنې وکړې. خو په څلور واړو لوبغاړو کوم فساد ثبوت نشو.
په ۲۰۱۱م کې سنګاکارا د سریلانکا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر و او جاوردنی مرستیال لوبډلمشر و. ډېسېلوا او اپال ترنګا هم لوبډله کې وو.
په ۲۰۱۱ م کې مهېند اناند د سریلانکا د سپورت وزیر و او په سنګاکارا یې تور پوری کړی و، چې د هندوستان پر وړاندې پایلوبه کې یې څلور تکړه لوبغاړي کېنولي وو او پرځای یې نور لوبغاړي اخیستي وو، خو سنګاکارا او ملګري یې وایي چې لوبډله کې بدلون د لوبغاړو د ټپونو له امله وو نه د فېکسېنګ په پار.

د کرکټ نړیواله شورا او د قضيې تړل

د کرکټ نړیوالې شورا د فساد پر وړاندې برخې ویلي چې د دوی موندنې ښیي چې په جام کې هېڅ جوړجاړی نه دی شوی.
د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې مشر الېکس مارشال وایي، چې قضیه یې وتړله او فساد ثابت نشو.
images (3).jpeg

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.