بریا او پرمختګ خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

هغه چلندونه چې جوړې بریالۍ او نېکمرغه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

بریا ته د رسېدو لپاره ډېرو زیاتو لاملونو ته اړتیا ده، ستاسو ورځنۍ کړنې په دې برخه کې مهم رول لري، هرومرو په دې باندې پوهېږئ، چې بریا په غښتلې ارادې، ټینګ هوډ او ثابت قدمۍ سره ترلاسه کېږي.

که څه هم مینه ناک اوسېدل هم ډېر زیات ارزښت لري، دا ټول موارد د کاروبار د بریا مهم لاملونه ګڼل کېږي او تاسو ډېرې زیاتې ګټې ته رسوي، خو یو له هغو مهمو لاملونو څخه، چې تر دې دمه مو ورته پام نه دی کړی، ستاسو ګډ ژوند دی.

د یوه بریالي واده په لرلو سره، نه یوازې له ژوند څخه مو خوند اخلئ، بلکې د خپل ژوند په ټولو اړخونو باندې اغېز ښندئ.

د څېړنو پایلې څرګندوي، هغه فرد چې ورسره واده مو کړی دی، ستاسو په کاري بریا او دنده ایز رضایت باندې د پام وړ اغېز لري، د ګډ ژوند د ښه شریک د ټاکلو سربېره، ډېر نور کارونه هم شتون لري، چې کولای شئ د هغو په ترسره کولو سره، د خپل ژوند له شریک سره مرسته وکړئ، چې بریالی ژوند ولري، دا کار ستاسو د اړیکو د پیاوړتیا سبب هم ګرځي.

لکه څنګه چې متوجه شوئ، په پورته جمله کې «ترسره یې کړئ» ډېر مهم دی. فکر او احساس ارزښت لري، خو عمل یانې هر هغه څه چې ترسره کوئ، هغه هم تل او هره ورځ لا ډېر مهم دی. هغه څه چې ترسره کوئ، «ورکول دي» نه «اخیستل».

هغه کسان چې غواړي د خپل ژوند له شریک سره مرسته وکړي، ترڅو بریالی واوسي او ګډ ژوند لاپسې دومداره شي، د یو بل لپاره لاندې کارونه ترسره کوي:

له یو بل څخه د مرستې غوښتنه کوي

کله چې د خپل ژوند له شریک څخه د مرستې غوښتنه کوئ، څو پېښې په هم مهالې توګه رامنځته کېږي، په دې کار سره د خپل ژوند شریک ته دا ښکاره کوئ، چې د هغه لارښوونو ته ارزښت ورکوئ، تجربه او مهارت یې منئ او په هغه باندې اعتماد لرئ، ځکه چې په مرسته غوښتلو سره، خپل زیان منونکی ښودلی. ښایي ستاسو په اند د مرستې غوښتنه آسانه کار تر سترګو شي، خو هغه مهال کار لا پسې سختېږي، چې شخصي مرسته وغواړئ.

هغه کسان، چې د بریالي واده په لټه کې دي، له خپل مقابل لوري څخه د مرستې غوښتنه کوي، هم په دې خاطر، چې مرستې ته اړتیا لري او هم په دې خاطر، چې پوهېږي د ژوند شریک یې د هغه/ هغې د مرستې په غوښتلو سره د درنښت، په ځان باندې د باور او ارزښمتن اوسېدو احساس کوي.

هغوی پوهېږي، د خپل ژوند د شریک په ژوند کې یې توپیر رامنځته کړی دی او دا هماغه څه دي، چې ټول یې په لټه کې دي.

ډېر زغم لري

زغم لرل یوه فوق العاده ښه تګلاره ده، ترڅو نورو ته دا ښکاره کړو، چې هغوی ته ارزښت ورکوو، د زغم څرګندول، په مقابل لوري باندې د اعتماد د ښکاره کولو لپاره یوه لاره ده او له دې لارې د ژوند شریک مو پوهېږي، چې پرې باور لرئ. سره بېره پر دې، د خپل ژوند شریک ته دا ښکاره کوئ، چې هغه ته څومره ارزښت ورکوئ.

د یو بل لپاره ښه بېلګه دي

په سېنټ لوییس کې د واشنګټن پوهنتون څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي، هغه کسان، چې د اعتماد او باور وړ د ژوند شریکان لري، ډېر پرمختګ کوي، په کار ځای کې غوره کړنې لري، ډېره ګټه ترلاسه کوي او دنده ایز رضایت یې هم ډېر دی، نو د پوه او د باور وړ د ژوند شریک لرل، د دنده ایز رضایت، د ډېرې ګټې او په راتلونکي ژوند کې به مو د دنده ایزې لوړتیا سبب شي. دا قضیه هم د نارینه و لپاره او هم د ښځینه و لپاره صدق کوي.

د خپل ژوند شریک ستایي  او پرې پوهېږي

له موږ څخه هر یو ځینې کارونه په ښه توګه ترسره کوو، نو هر کس، حتا پخپله موږ څو ښې مثبتې ځانګړتیاوې لرو او په همدې خاطر د ستاینې وړ یو.

هغه کسان، چې هڅه کوي، بریالی ګډ ژوند ولري، کله وخت مخکې تر دې، چې خپلې ښېګڼې وویني، هغه په مقابل لوري کې ویني او دا مسئله داسې یو فرصت رامنځته کوي، ترڅو د ژوند شریکان خپلو بالقوه وړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.

د یو بل ځانګړي حریم ته درناوی کوي

په دې ورځو کې هرڅه په مجازي فضا کې شریکېږي او تل د لایک او ټویټ کولو په لټه کې یو، ژوندونه د کیسه ایزو کتابونو په څېر دي، چې تول کولای شي وې ویني او وې لولي. نن له هر وخت څخه ډېر په دې لټه کې یو، چې تر ډېره د نورو په اړه پوه شو؛ خو کله وخت اړتیا نه شته، چې په ځینو پوه شو.

کله وخت باید د ځانګړي حریم ډالۍ د خپل ژوند شریک ته ډالۍ کړو، د نه پوښتلو او نه پلټلو حریم، البته بیا هم اړتیا ده، چې هر وخت او هرځای کې چې مقابل لوري وغوښتل، د هغه په لاسرسي کې واوسو. په یاد مو وي، د ارزښت ورکولو لپاره، اړتیا نه شته، چې په هر څه باندې پوه شو.

د هغو فرصتونو په لټه کې دي، چې د ژوند شریک یې نالیدلي نیولي دي  

ټول انسانان د پرمختګ او بریا په لټه کې دي؛ کله نا کله دومره له ونو سره بوختېږو، چې ځنګل نه وینو.

هغه کسان، چې د یوه بریالي ګډ ژوند د تشکیل په لټه کې دي، د هغو فرصتونو د لټې لپاره یو وخت په پام کې نیسي، چې په احتمالي توګه د ژوند شریک یې له لاسه ورکړي دي. هغه نه یوازې ستاسو خوبونه ویني، بلکې هغو ته د رسېدو لپاره مو ملتیا کوي.

خوشالي د خپل ژوند د شریک په بریا کې ویني

کاري ټیمونه بریالي کېږي، ځکه معمولاً پیاوړي غړي، هر څه د نورو د خوشاله کولو لپاره قربانوي. دا ډلې له هغو کارمندانو څخه تشکیل شوي، چې له یو بل سره مرسته کوي، د یو بل په دندو باندې پوهېږي او شخصي موخو ته په نه پام سره، ډله ایزې بریا ته ارزښت ورکوي.

که له بریالیو کار رامنځته کوونکو څخه پوښتنه وکړئ: «آیا خوشالي مو د نورو په بریا کې پیدا کوئ؟» په لوړ غږ سره هو وایي.

هغه کسان، چې غواړي د ژوند شریک او ګډ ژوند یې بریا ته ورسېږي، همدا کار کوي.

ډېر رښتیني او صادق دي

کله وخت د رښتیني هیجان ښکاره کول، هغه هم هغه وخت، چې هر څه ښه پرمخ ځي، ډېر سخت دی. کله وخت د رښتینې ناهیلۍ ښکاره کول، هغه هم د خپلو کړنو پر وړاندې، ډېر ستونزمن کار دی.

هغه کسان، چې د بریالي ګډ ژوند په لټه کې دي، په څرګنده توګه خپلې خوښۍ ښکاره کوي، په رښتینې توګه مهرباني کوي، په رښتینې توګه خپله اندېښنه څرګندوي او دغه راز په رښتینې توګه خپل انسان اوسېدل نندارې ته وړاندې کوي.

ستاسو د ژوند شریک له یوه انسان سره کورنۍ تشکیل کړې ده، نو د مهربانۍ له مخې انسان واوسئ؛ هماغه کس واوسئ، چې یاست.

په جوړونکې توګه نیوکه کوي

موږ ټول غواړو، چې ښه واوسو، په دې حالت کې، په ځینو ناسمو عادتونو کې ډوبېږو او په یو ډولۍ کې را ګیر کېږو، په همدې دلیل موږ ټول سمو او جوړونکو فیډبکونو ته اړتیا لرو. کله وخت اړتیا ده، چې د لارښوونې لپاره یو څوک مو ترڅنګ وي او په کټه پیش مو ووهي.

په ډېرې ساده ګۍ سره کولای شئ کبرجن، نا هیلی او ډونګېدونکی کس واوسئ؛ خو دا چې یو چاته، په ځانګړې توګه هغه چاته، چې ارزښت ورکوئ، ووایئ: «پوهېږم، چې د سترو کارونو د ترسره کولو وړتیا لرې»، ډېره سخته ده.

هغه وخت په پام کې ونیسئ، چې یو چا تاسو ته یو څه ویلي، چې هېڅ د اورېدو هیله مو یې نه لرله، البته ژوند مو د دې خبرې اورېدو ته اړتیا درلوده. ستاسو هېڅکله نه هېرېږي، چې هغه څه ویلي، ځکه خبرې یې ستاسو ژوند ته بدلون ورکړی دی. دمګړۍ یې وخت را رسېدلی دی، چې تاسو د خپل ژوند د شریک، ژوند ته بدلون ورکړئ.

د ګډې موخې په لټه کې دي

د ټولو افرادو خوښېږي، چې ډله ایز کار او له یو بل سره اوسېدل درک کړي، چې دنده په هڅې او له افرادو څخه تشکیل شوې ډله، په یوې رښتینې او واقعي ډله باندې بدلوي. موږ ټول په کار ځای کې په همدې لټه کې یو، خو په حقیقت کې یو کېدل باید په یوه ستر څیز کې په کور کې احساس کړو، نو یو د بل ترڅنګ خپل لید رامنځته کړئ، په ګډه تصمیم ونیسئ، غواړئ کوم ځای ته ورسېږئ او دې موخې ته د رسېدو لپاره په ګډه پروګرام جوړ کړئ.

باور وکړئ هېڅ څیز په دې اندازه، چې ووایئ: «بالاخره بریالي شولو» تاسو ته د جوړه اوسېدو او د یو بل ترڅنګ اوسېدو احساس نه درکوي، نو د خپلو ګډو موخو په لور حرکت وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ