بریا او پرمختګ خوندیتوب ژوند بڼه کورنی ژوند

د ګډ ژوند ځینې اړیکې ولې بریالۍ نه وي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

ځکه چې پر خپله جوړه بې ځایه قضاوتونه کوو او خپله اړیکه خرابوو که موږ دې کار ته دوام ورکړو، نو باور او د اړیکې پر مخ بېول ستونزمن کېږي.

کله چې زموږ جوړه کوم څه ترسره کړي پر هر کار یې خبرې کوو او بې ځایه نیوکې وکړو، نو همدا کار زموږ د جوړو ترمنځ لریوالي پیدا کوي.

تل یې سپکوو که ښه کار وکړي هم ستاینه نه کوو که بد کار وکړي د دې پر ځای چې په سمه ورته ووایه خو موږ برعکس سپکوو یې، تل باید یو بل ته درناوی ولرو.

که د جوړې له پخواني حالاتو څخه خبر شو، نو هغه نه هېروو او تل یې مخته ورته راولو چې دا کار ښه نه دي او د لريوالي سبب کېږي.

هېڅکله باید خپله جوړه د نورو سره پرتله نه کړو که دا کار ترسره کړو نسبت خپل ځانته اعتماد او په تاسو یې هم باور لمنځه ځي.

که له خپلې جوړې څخه تل ستاینه وکړو، نو ترمنځ مو مینه او درنښت ډېريږي.

که یو له بل سره ډېره مینه لرئ، نو تل باید یو بل ته اظهار وکړئ او زړه کې یې پټ ونه ساتئ. که مو زړه کې پټ وساتل، نو یو د بل په احساساتو نشئ پوهېدلای، نو باید د یو بل د ټولو حالاتو څخه خبر اوسئ.

موږ په ګډ ژوند کې یوازې د خاوند او مېرمنې په توګه باید ونه اوسو، بلکې د ملګري په شان اوسو، چې هره خبره په آسانۍ سره یو بل ته وکړو. او هر ډول مرسته ته اړتیا ولرو ورته ووایو چې په منځ کې مو څه پټ پاته نشي.

کله چې مو جوړه خفه وي نو باید خواخوږي ورسره وکړو نه دا چې بیا هم موږ ورسره جنګ وکړو تل باید یو بل درک کړئ.

په هر حالت کې باید احساساتو ته پام وکړو هڅه وکړو چې تل یو بل خوشحاله وساتو.

که پوه سولو چې خپله ستونزه موږ خپله نشو حل کولای باید ارواپوه څخه مشوره واخلو، ځکه دا مشوره موږ لپاره ډېره ګټوره ده او د دې په وسیله خپله اړیکه لا ښه کولای شو.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ