جوفرا ارچر د کورونا په شک له دویمې ټېسټ لوبې محروم کړل شو

یاران سپورټ
د انګلستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچوونکی د ناسمې روغتیا او کورونا په شک له دویمې ټېسټ لوبې محروم شو.
د انګلستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په سهار اته بجې اعلان وکړ، چې جوفرا ارچر د کرونا په شک پنځه ورځې له لوبډلې جلا شو.
خپله جوفرا ارچر له ټولې انګلستانۍ لوبډلې بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې ما ټول ټیم په خطر کې اچولی.
نوموړی د ویسټ انډیز پر وړاندې د دویمې ټېسټ لوبې په دیارلس کسیزه لوبډله کې شامل و.
انګلستان او ویسټ انډیز د انګلستان په مانچېسټر ښار کې په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې پیل کړې.
ارچر به ۵ ورځې قرنطین وي. له دې وړاندې هغه دوه ځلې ټېسټ کړی و او پایله یې منفي وه. د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبې د جولای په ۲۸ مه نېټه پای ته رسېږي.
د اګسټ په پنځمه نېټه پاکستان او انګلستان درې ټېسټ لوبې پېلوي او د درې شل اوریزو لوبو په ګډون د شپږ لوبو لوبلړۍ د سپټمبر میاشت کې پای ته رسېږي.
د پاکستان کرکټ لوبډله اوس په انګلستان کې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي