ادبیات

جنون او شاعري 

لیکنه: مصطفی سالک

لغت لیکونکي جنون له جنه مشتق ګڼي، مجنون یاني پیریانی! خو دا ښايي د هغه وخت نوښت وي چې د هر رواني انساني بدلون لپاره يې په بهر کې علتونه کتل، خو دا نوم تر اوسه پاتې شو ، و ښکاره خبره ده چې له اوسنۍ ارواپوهنې او طب سره به پر دې اړه خپلې خبرې وي، زموږ یو شمیر شاعرانو هم د عقل په پرتله جنون او لیونتوب غوره بللی دی ، د عربي د مجنون د جنون سرچینه جن دی خو د لیونتوب د لفظي سرچینې پر اړه مې د لغت کوم قاموسي وحدت نه دی لیدلي،خو وجه تسمیه دومره اړینه نه ده څومره چې اصطلاحي مانا ارزښتناکه ده،ځکه چې دا سکه چلند هم لري. نو موږ هم له لغت سره نور کار نه لرو،د هنرمندانو او شاعرانو جنون اعصاب خرابي نه ده،بلکې جنون د نوابغو هنرمندانو د تخلیق ځواک هم دی، نوابغ هنرمندان ډیر د روغو په څیر نه وي چې پر هر څه تمرکز وکړي، ددوی خیال له خورور جهان نه راټول شوی وي، او د تخلیق پر حسن متمرکز شوی وي.

په نړیواله کچه شوې یو شمیر څیړني ښيي چې د نړۍ یو شمیر نامتو ادیبان شاعران په جنون اخته وو، نو د نورو جنون خو یوه د تداوۍ وړ ناروغي هم کیدی شي خو موږ چې په پښتو اود سیمې په ادبیاتو کې ګورو لیونتوب څه بل څه دي !دلته جنون د عقل د ځپلو لپاره ستایل شوی ځکه چې د صوفیانو په باور په عقل د خدای پیژندل ګران دي، دلایل د حواسو محتاج او ناکافي دي، دلایل هم غیر ثابت او ماتیدونکي دي نو ترې تیر شئ د جنون له لارې وجداني پوهه تر لاسه کړئ، هغه پوهه چې د اصل حقیقیت پر اړه تل ثابته او سمه پوهه ده،مخکې مو وویل چې ددغو کسانو خیال پر تخلیق حسن ورټول وي او د بل څه پر اړه فکر نه کوي او که څوک هڅه کوي چې خیال او فکر یې له دغه محوره واړوي نو لیوالتیا ورسره نه ښيي، رحمان بابا هم وايي که لیونتوب نه وی رهبري کړی نو د افلاطون غوندې به ګمراه مړ اوم، لیونتوب و چې سم لوري ته یې رهبري کړم چې هماغه د عقل او عرفان ټکر دی.
که مې نه وای لیونتوب رهبری کړای
افلاطون غوندې به مړ اومه ګمراه

مانا دا چې عقل حقیقت ته د رسیدونکې قافلې جرس نه دی، په لیونتوب پسې روان شه چې ورسې.په شرق کې مجنون د عشق او مینې سمبول دی، رحمان بابا دومره مخکې ځي چې ځان ورته په مینه کې د هغه داسې ځای ناستې ښکاري چې واړه مراتب يې لري.
چې مجنون په ځنکدن شه
زه یې پریښودم نایب
وصیت یې راته وکړ
په څو رنګه عجایب
چې روزي دې شه رحمانه
زما واړه مراتب
دا خو په پښتو شاعرۍ کې د عرفان ځانګړتیا شوه چې په ګڼو کلاسیکو شاعرانو کې لیدل کیږي،خو دا کیسه تر تیره مهاله محدوده نه ده، اوس هم زموږ یو شمیر شاعران جنون غوره بولي چې ښايي د روایت اثر وي، خو ځینې لیوني بیا داسې دي چې د عرفان او کلاسیک له تصوره نه دي لیوني شوي بلکې د رومانټسیزم مکتب د اغیزو له کبله لیوني دي، یو شمیر په اروپا کې
د رومانویت پیل هم د شرق د عرفاني اثارو له ژباړو سره تړي خو نور داسې فکر نه کوي،په اوسني عصر کې په پښتو کې غني خان او اشرف مفتون ددغه مکتب پیاوړي استازي دي او غني خو دومره مخکې تلی چې په ډاګه له عقل سره مخالفت کوي او ځان لیونی بولي غني خان د لیونتوب ډیرې خبرې لري خو دا چې هغه لیونی او لیونتوب څنګه راپیژني یومثنوي ډوله شعر یې هم لیونی نومیږي یوه برخه یې ده:
یو ښار یې روان کړی د نرو نرو کوڅو دی
یو خیال یې روان کړی د زړګي د تلوسو دی
یو سر یې روان کړی ټکی سوز او ټکی ساز
یو عشق د حقیقت جوړ د عشقونو د مجاز
یو کور یې روان کړی د خوبونو د رنګونو
د تورو تهترینو، ګړنګیدونکو سرنګونو
او خاندي لیونی سترګې یې ډکې د مستو نه
وحدت یې روان کړی د لکها بت پرستو نه
همدغه لکها تمرکزونه لکها بت پرستۍ دي چې د فکر د تمرکز وحدت راشي، انسان لیونی شي او دا لیونتوب لکه مخکې مو چې وویل د شهکار تخلیق تر شا پرته قوه وي.
له لیونیانو سره هم پوښتنې پیدا کیږي، او لیونیان ددغو پوښتنو ځوابونه له افلاطونه نه غواړي، بلکې څوک لیونی لارښود لټوي (ای د لیونیانو نیکه) د غني خان یو نظم دی چې بلها شی تپوسونه یې په کې کړي او د لیونیانو نیکه د لیونتوب له غوښتنې سره برابر ځوابونه ورکړي نظم د غني خان په کلیات کې لوستی شئ خو له موضوع سره د تړاو له کبله یې د پیل برخه را اخلو.
ای د لیونیانو نیکه مونځ ښه که مستي ښه ده؟
حسن جوړیدل ښه دي که حسن پرستي ښه ده؟
وی ښه ده مستي ښه ده، خو زړه پاک لکه اینه غواړي
دادریاب هضمول د سمندر غوندې سینه غواړي
حسن جوړیدل د بنده عشق د کمال دی
تور د غم دریاب کې سور خمار پروت د وصال دی
او ای زما بچیه! د جانان یې مینه لا ښه ده
نوم یې ښکلی لا ښه دی جلوه یې رنګینه لا ښه ده

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل