سینما او موسیقي

راپورونه: پریانکا چوپړا او نک جونز سره بیلیږي

اعلان

رپوټونه وایي چې د پریانکا چوپړا او نک جونز لانجې دومره لویې شوي چې خبره یې تر طلاقه رسېدلې، د دغه خبر په اورېدو د دوی مینوال حیران شوي دي.

شا او خوا درې میاشتې وړاندې د ډسمبر په میاشت کې د واده په اړیکه سره تړل شوي د بالیوډ او هالیوډ سینما ښکلې هندۍ ستورې او امریکايي سندرغاړي نک جونز د واده تر اوسه فقط (۱۱۸) ورځې تیریږي، چې د دواړو تر منځ د طلاق د خبرونو خپریدو وروسته ټول خلک حیران کړي دي.

د امریکا مشهورې مجلي اوکی د خبر له مخې ۳۶ کلنه پریانکا چوپړا او ۲۶ کلن نک جونز د یو بل سره د مینې په تار له تړل کېدو وروسته درې میاشتې وړاندې د یو بل سره واده وکړ، مګر د واده وروسته کله چې یې یو بل په صحیح ډول سره وپېژندل نو د معلوماتو په اساس یې چې خبره یې دومره لویه شوه چې ان تر طلاقه رسېدلې.

د اوکی په مجله کې راغلي چې دواړه د اړیکې په جوړولو کې تیزې کړې، اړیکې یې اوس په خطر کې دي، داسې هم ویل کیږي چې دواړه په داسې حال کې دي چې دا ځلې نوبت تر طلاقه رسېدلی.

د اوکی مجلي د رپوټ له مخې، د نک جونز کورنۍ په لومړیو کې فکر کاوه چې پریانکا یوه پوه مېرمن ده چې وبه کولی شي د کور چارې سمبالې کړي، مګر اوس دوی ته معلومه شوې چې پریانګا د کور مېرمن نه بلکې د مېلو نجلې ده، دغې مجلې لیکلي چې که څه عمر یې ۳۶ کاله دی، خو د ۲۱ کلنۍ نجلۍ کارونه یې خوښیږي نو په همدې خاطر د نک جونز کورنۍ د دغه واده د ختمولو تاکید کوي.

بل لور ته:
پریانکا چوپړا او نک جونز د خپاره شویو خبرونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پریانکا په انسټاګرام اکونټ باندي څو وخت وړاندې دوه تصویرونه خپاره وه چې په کې نوموړې د جونز د ورونو یا لیورونو سره یوځای په کنسرټ کې ګډون کوي.

د تصویر تر څنګ پریانکا فقط لیکلي: زه د جونز د ورونو سره په خپرونه په لومړي ځل ګډون کوم، دا ډېر ښکلي دي، زه د جونز پر ورونو ویاړم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی