جوکر فلم د پیسو ګټلو ریکارډ له ځانه سره لري

د انګلیش سینما مشهور فلم (جوکر) چې څه موده وړاندې ریلیز شوی وه تر اوسه د یوه ارب ډالرو څخه زیاتې پيسې ګټلي دي.
د ۶ کروړ ډالرو په لګښت جوړ شوی دغه فلم د انګلیسې ژبې د سینما تراژیدي فلم (جوکر) د نندارې ته تر وړاندې کېدو وروسته تر اوسه د یوه ارب ډالرو څخه زیاته ګټه کړې ده.
جوکر مشهور فلم دی چې وړاندې تر دې یې مخکینۍ برخې ډېر مینوال لرل او هغه فلم یې هم ښه ثابت شوی وو.
دغه فلم کې مرکزي رول یوه مجرم په غاړه لري چې له ډېرې مجبورۍ د جرمونو نړۍ ته قدم ږدي.
دا چې هغه فلم کامیاب ثابت شوی وو نو په همدې خاطر د دغه فلم د بلې برخې د جوړولو قصد وشو او په خپله کړې اراده کې هم کامیاب ثابت شو.
د فلم کیسه د ۱۹۸۰ لسیزو کې په نیویارک کې د یوه کس (ارتهر فلیک) په نوم په ژوند راڅرخي.
کیسه داسې ده چې یو ناکام خندونکی د خپل حالت له امله بدلون کوي او په یوه قاتل بدلیږي او خلک وژني.
د دغه فلم مرکزي رول (اوکن فینکس) لوبولی دی، چې د ښې اداکارۍ له امله ډېرو خلکو ستایلي هم دی.