اپریل 21, 2021

د ګډ ژوند ښکلي کول؛ د يو بل ستاينه وکړئ

د ګډ ژوند پيل د نړۍ په بېلابېلو قومونو او دينونو کې د بېلابېلو موخو لپاره ترسره کېږي. چې ډېرى د ژوند اړينې اړتيا او د ژوند بقا لپاره کوي.

دلته مونږ د ګډ ژوند په خوږ باندې ځينې کرښې لیکلي:

۱ـ ذهن کې منفي فکرونو ته ځاى مه ورکوئ:

منفي فکر د اړیکي زوال ده. په سلو کې ۹۰سلنه اړیکې د دې لپاره له منځه ځي، چې دوی د یو بل په مقابل کې له یوه وړوکي منفي فکره پیل وکړي، چې بالاخره هر څه مونږ ته په دروغو ځان راښکاره کوي.

نور راته د مقابل کس هر مثبت کار هم یوازې یو منفي تصویر کې راغونډېږي چې له امله یې ډېرې ښې اړیکي ښکار شوي.

نو که هر کله مو په زړه کې د یو چا لپاره منفي خبره راپیدا شوه، هیله ده چې ځان سره یې مه ساتئ ځکه له هغې لوی افت جوړېږي. له یو بل سره یې شریکه کړئ چې له ذهنه مو راووځي.

۲ـ په هغو لارو پسې وګرځئ چې ستاسو مينه پرې زياتېږي:

که تاسې د خپلو اړیکو په ښه والي پسې ګرځئ او یا هم هغه کارونه کوئ چې ستاسو مینه پرې زیاتېږي. نو په اصل کې تاسې د ښه ژوند تېرولو لپاره کوښښ کوئ.

۳ـ د يو بل ستاينه وکړئ:

د یو بل ستاینه کول ستاسو مینه ډېروئ، او تاسو سره د ده مرسته کوي چې ورځ تر بلې د یو بل لپاره مو په زړونو کې د مینې د ماڼۍ دیوالونه پیاوړې شي.

۴ـ د پخوانيو خوږ شېبو يادونه مو وکړئ:

ژوند ډېر ژر ژر تېرېږي، ښایي تاسې چې کله لومړي ځل سره مخامخ شوي وئ، او یا هم لیدلي مو وه نو حتماً به مو د نن څخه احساسات او حالت توپیر درلود، چې د لومړیو لیدنو او خوږو شېبو يادونه مو تاسې ته ددې ښکارندوینه کوي، چې څومره وخت کېږي له بل سره مینه لرئ.

 

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ