هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

جنرال نیکلسن وايي، د روسیې ، ایران او پاکستان مداخلې د افغانستان وضعیت پیچلی کړی

په افغانستان کې لوړپوړي امریکايي جنرال امریکا غږ اشنا ته په یوې مرکې کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه ویلي، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې خپلې اجنډاوې پر مخ وړي چې د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه یې پیچلې کړې ده.

جنرال جان نیکلسن ویلي، موږ په افغانستان کې بهرنیو لوبغاړو ته اندېښمن یوو.

روسیه راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د چین، ایران، پاکستان هندوستان او افغانستان په ګډون د شپږو هیوادونو د خبرو اترو کوربه توب کوي خو امریکا ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

جنرال نیکلسن امریکا غږ ته په مرکه کې ویلي، روسیه هڅه کوي چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي او د دوی ملاتړ کوي. نوموړې وویل په عین حال کې طالبان د ترهګرو ملاتړ کوي او په دې توګه روسیه له ترهګرۍ ملاتړ کوي.

روسیې د طالبانو د ملاتړ ادعاوې رد کړي خو وايي، له دې ډلې سره اړیکي لرې څو هغوی د سولې په خبرو کې ګډون ته وهڅوي.

د طالبانو د تاوتریخوالي د اوږدې ماضي سربیره جنرال جان نیکلسن په سوله کې د دوی رول رد نه کړ او د امریکا غږ اشنا ته یې په مرکه وویل چې په طالبانو کې ځینې ډلې شته چې ددې هیواد لپاره سوله ایز لرلید لري.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن د افغانستان بل ګاونډي ایران هم تورن کړ چې ددې هیواد په لویدیځ کې د سخت دریځو ننګه او ملاتړ کوي. نوموړې ویلي له ایران سره وضیعت تر روسیې زیات پیچلی دی.

د پاکستان په اړه جان نیکلسن په دې مرکه کې ویلي” موږ له پاکستان څخه د ټولو ترهګرو پر ضد همکاري غواړو. “نوموړې زیاته کړه موږ باید په پاکستان کې د سخت دریځو پر پټنځایونو فشار راوړو. “

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ دې عمومي قومندان په دې مرکه کې زیاته کړې، د ترهګرۍ له منځه وړل د پاکستان په ګټه هم دي ځکه دا هیواد هم د بریدونو سره مخ دی.

نوموړې هیله څرګنده کړه چې پاکستان به په خپل چلن کې بدلون راولي ځکه دا د پاکستان په ګټه هم ده.

په افغانستان کې دې لوړپوړي امریکايي جنرال له امریکا غږ سره دا امریکا په کانګرس کې له هغو څرګندونو وروسته کړې چې امریکايي سناتورانو ته یې وویل په افغانستان کې زرګونو نورو سرتیرو ته اړتیا لري.

جنرال نیکلسن امریکا غږ ته ویلي، دا اضافي سرتیري به چې دا یې غوښتنه کوي، د افغان ځواکونو سره په بیلابیلو کچو د سلاکارانو په توګه مرسته وکړي. نوموړې د افغان ځواکونو پیاوړتیا وستایله او ویې ویل هغوی له یوې سختې جګړې سره مخ دي.
جنرال نیکلسن له امریکا غږ سره په دې مرکې کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه وویل، طالبانو په دې کال کې نورې سیمې هم لاندې کړي او دا مهال د هېواد په سلو کې پر پنځلس برخه واک لري. نوموړې وايي د طالبانو دا سیمې لاندې کول دا افغان حکومت د هغې پالیسۍ نتیجه ده چې ویې غوښتل پر ګڼ میشتو سیمو او ښارونو تمرکز وکړي.

هغه وویل افغان حکومت اوس هم پر پراخ افغان نفوس واک لري. د نیکلسن په وینا پر سیمه او خلکو واک توپیر کوي او دا د افغانستان د حکومت ښه پریکړه وه چې پر ګڼ میشتو سیمو یې تمرکز وکړ.

امریکا له پنځلس کلونو راهیسې افغانستان کې پوځي حضور لري او لږ تر لږه د څلورو نور کلونو لپاره هم په دې هیواد د شتون پلان لري. خو جنرال نیکلسن د امریکا غږ افغان څانګې ته په مرکه کې ویلي” دا د افغانستان لپاره یو سوله ایز راتلونکې ګوري او په دې باور دی چې هر څه به د افغانانو په ګټه پای ته ورسیږي. “ نوموړې زیاته کړې افغانان زموږ پر ملاتړ ارزي او وړ یې دي.

هغه خواړه چې د شپې ښه خوب سره مرسته کوي

پر موبایل ټیلفون تر نیم ساعت زیاتې خبرې مو مغز زیانمنوي

د جامو سعودي ډيزاینرې ګرځنده پلورنځی پیل کړ

په هلمند کې طالبانو او ناټو دواړو ولسي خلک زپلي

شهزادګۍریما: سعودي د ښځو ورزشي سالونونو ته اجازه ورکوي

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */