آرچر په نړیوال جام کي تر ځلېدو وروسته ایشیز ته غوره سو

لیکنه: عبدالله عادل
جوفرا آرچر د لومړي ځل لپاره د انګلستان په لوبډله کي ایشیز سېالیو ته دعوت سوی همدا راز ددې لوبډلي بل لوبغاړی بین سټوکس بیا د ایشیز سېالیو لپاره د انګلنډي لوبډلمشر جیو روټ مرستیال نومول سوی.
انګلنډ د اسټرالیا خلاف د ایشیز په نوم د پنځو ټسټ سېالیو د لومړۍ لوبي لپاره د څوارلس کسیزي لوبډلي نوملړ نن شنبه اعلان کړ.
جوفرا آرچر په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کي د انګلنډ لوبډلي تر ټولو مخکښ توپ اچونکی او هلته تر ځلېدو وروسته نن د  سېالیو لپاره غوره سو.

آرچر د سوسکس کلب لپاره په ۲۸ فرسټ کلاس لوبو کي ۱۳۱ ویکټي ترلاسه کړي.
د انګلنډ لوبډلي مخکښ الراونډر لوبغاړی بین سټوکس تر یوې لوبي ځنډ وروسته د انګلنډ لوبډلي د مرستیال لوبډلمشر په صفت لوبډلي ته راستون سو هغه ته د ایرلینډ خلاف لوبه کي استراحت ورکړل سوی وو کومه لوبه چي د انګلنډ لوبډلي په ښه توپير سره وګټل .
انګلنډ لوبډلي ته جوس بټلر هم راستون سوی چي نوموړي ته هم د ایرلینډ خلاف ټسټ لوبه کي استراحت ورکړل سوی وو.
د انګلنډ په لوبډله کي د ایرلینډ خلاف د ټسټ لوبي غوره لوبغاړي جک لیچ ته ځای ندئ ورکړل سوی کوم لوبغاړي چي د ایرلینډ خلاف ۹۲ مهمي منډي جوړي کړې.
د ایشیز سېالیو  لومړۍ لوبي ته د انګلنډ غوره سوې لوبډله:
جیو روټ لوبډلمشر ، موین علي ، جېمز انډرسن ، جوفرا ارچر ، جوني بیرسټو ، سټورټ بروډ ، روري برنس ، جوس بټلر ، سم کوران ، جو ډینلي ، جیسن روی ، بین سټوکس ، کریس وکس ، وللي سټون .