سپورټ کرکټ

ویسټ انډیزی فسټ بالر غواړي د انګلستان ملي لوبډله کې ولوبېږي

جوفرا ارچر چې د ویسټ انډیز په باربادوس کې زېږیدلی دی، په انګلستانۍ لوبډله کې د لوبېدو خوبونه ګوري.

نوموړي په ټي ټېن لیګ کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او له ښې کارکرده ګۍ څخه وروسته غواړي د انګلستان په لوبډله کې یې د لوبېدو خوبونه رښتیا شي.
خو د انګلستان د کرکټ بورډ اصول دومره سخت دي، چې نه شي کولای په اسانۍ سره بهرنی لوبغاړی په خپله لوبډله کې ومني.

د انګلستان د کرکټ بورډ اصولو ته به وروسته راشو، چې څه ډول اصول لري، له هغې وړاندې د جوفرا ارچر ژوند ته راځو.

که څه هم جوفرا ارچر په باربادوس کې زېږېدلی خو پلاریې انګلستانی دی، ارچر په باربادوس کې رالوی شوی او ښوونځی یې هم هلته لوستی دی. نوموړی اصل د انګلستان د سسېکس سیمې دی.

کله چې انګلستان کې یو څوک له اتلس کلنۍ وروسته راځي نو باید پنځه کاله انګلستان کې تېرکړي او له هغې وروسته بیا د انګلستان په لوبډله کې لوبېدلی شي.

جوفرا ارچر په ۲۰۱۵ کال کې د انګلستان هېواد ته راغلی او هغه کولای شي چې یو کال نور تېر کړي بیا د انګلستان په لوبډله کې لوبېدلی شي.

جوفرا ارچر اوس غواړي چې د ۲۰۱۹ م کال په پنځوس اوریز جام کې چې په انګلستان کې ترسره کېږي د انګلستان په لوبډله کې ولوبېږي.

د انګلستان کرکټ بورد اوس غواړي خپل دغه محدودیتوته او قیودات راکم کړي.

ددغه هیواد کرکټ وایي هر هغه لوبغاړی چې د انګلستان کرکټ بورډ یې د انګلستان په لوبډلو کې نیسي باید ۲۱۰ ورځې دلته پاتې شوی وي.

د بورډ دغې پرېکړې جوفرا ارچر خوشحاله کړی دی او غواړي چې د انګلستان په ملي لوبډله کې ځان وویني.

جوفرا ارچر په ۲۰۱۷ او ۱۸ م کلونو کې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د هوبرټ هرېکېنز لوبډله کې ولوبېده. چې خورا خطرناکه توپ اچونه او توپ وهنه یې کوله.

هغه هوبرټ هرېکېنز لوبډله د پېرت سکارچرز پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې بریالۍ کړه او سکارچرز لوبډله یې ماته کړه.

جوفرا ارچر په ۲۰۱۳ م کال کې د اکټوبر په ۱۹ مه نېټه د ویسټ انډیز ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېدلی و.

له دې وړاندې یو بل ویسټ انډیزی لوبغاړی کرېس جورډان چې اوس په انګلستان لوبډله کې لوبېږي.

نوموړی د یو تعلیمي بورس یا سکالرشېپ له لارې په ۲۰۱۰ م کال کې انګلستان ته ورغلی و. او اوس د انګلستان په لوبډله کې لوبېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې