بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د کار یا دندې لپاره مرکه؛ دا ۷ پوښتنې درنه کېږي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

پاخه مدیران کولی شي په څو وړو پوښتنو یوه نړۍ معلومات درنه واخلي. یعنې تاسو ته به عادي ښکاري؛ خو هغوی مهم مسایل درنه باسي. کېدی شي پوښتنې یې داسې طرحه کړې وي چې آن هغه پټې خبرې درنه واخلي چې تاسو نه غوښتل دوی پرې پوه شي.
دې لیکنه مو نولس هغه پوښتنې درته راوړي چې کېدی شي په ځينو کاري مرکو هرومرو درنه وپوښتل شي.

۱-کېدی شي ځان راوپېژنئ؟

مدیران هڅه کوي د دې پوښتنې په مطرح کولو سره ځان ته جوته کړي چې دندې ته نوماند کس خپل ځان څومره د دې دندې وړ بولي. د کاري مدیریتونو مربي/لارښود نیکولای وايي چې مدیر غواړي پوه شي چې نوماند کس څه دول ماضي لري، څومره کار یې کړی او څه ډول سابقه لري. هغه انځورونه چې له خپل ځانه یې مدیر ته وړاندې کوي، د نوماند پر ځان د باور کچه هم معلوموي. که چېرې دا پوښتنه سمه ځواب نه شي پر نوره مصاحبه خپل منفي سیوری غوړولی شي. کېدی شي ځينې کسان آن ووايي چې متاهل یم، څلور اولاده لرم او نور. چې دا کړنه د دوی کمزروتیا ښيي؛ ځکه بیخي شخصي مسایلو ته څوک نه ننوځي.
تاسو باید مدیر ته ځان سم تصویر کړئ؛ مثلاً: زما د تحلیل ځواک پیاوړی دی، کولی شم ستونزو ته مناسبه حللاره ومومم….

۲-په کلیمه کې ځان څه ډول ستایئ؟

دا پوښتنه لږ څه سخته ده؛ ځکه تاسو باید ټول مهارتونه په یوه کلیمه کې تر یوه سرلیک لاندې راولئ. همدغه پوښتنه دا ښيي چې ستاسو شخصیت څه ډول دی، خپل ځان مو څومره سم موندلی/پېژندلی، له ځانه راضي یاست یا نه ….
دې ته مو پام وي چې بېحده ځان ستاینه او پر ځان باور ډېر کم توپیر سره لري، دا دواړه باید سره ګډ نه شي. یو پر ځان باور دی، یو بېحده ځان خوښونه. دا هم معلومه نه ده چې رییس/مدیر په څه ډول کس پسې ګرځي، ایا تاسو به همغه یاست که نه؟!
که چېرې غواړئ چې ټولې ښېګڼې مو ورته کتار کړئ، تاسو تېروځئ. دې وخت کې یوازې پر دې سوچ وکړئ چې کومه ښېګڼه مو له دې دندې سره سمون لري چې تاسو ځان ورته نوماند کړی.

۳-دا دنده له هغو نورو دندو سره چې ځان مو ورته نوماند کړی و، څه ډول پرتله کوئ؟

دا پوښتنه ځکه کوي چې ایا تاسو بل ځای هم دنده لټولې، ایا تاسو د دندې په موندنه کې فعال یاست، څومره صادق یاست او د نورو شرکتونو/ځایونو په غیاب کې هغوی څه ډول یادوئ.

مهمه خبره دلته څه ده؟

دا چې که تاسو ځواب ورکړئ چې:« دا مې هغه یوازینۍ دنده ده چې یوازې همدې ته مې ځان نوماند کړی». دا کار تاسو ته منفي پایله لرلی شي. ښايي هغوی ګومان وکړئ چې تاسو غوړه مال شخصیت یاست. داسې هم مه کوئ چې یا نور ډېر وستايئ یا یې پسي شا بد پسې ووایاست.
سم ځواب دا دی چې ورته وايئ: « څو ځایه مې کاري مصاحبه کړې ده؛ خو لا مې پرېکړه نه ده کړې چې کوم یوه یې زما راتلونکي ته غوره او مناسبه ده». دا خبره مثبته ده او په نورو پسې د بد ویلو مخه هم نیسي.

۴-کېدی شي خپل درې د کمزروتیا او درې د قوت ټکي راوښيئ؟!

مدیران دا پوښتنې ځکه کوي چې ستاسو منفي ټکی ترلاسه کړي. کېدی شي داسې وښيئ چې منفي ټکي مې د مثبتو هغو په پرتله کم دي، کار مې پرې روان کړی، هیله‌من/ه یم چې دا کمزروتیا مې لري شي.
که چېرې تاسو په منفي لګیا شئ او مثبت مو هېر شي، دا ننګوونکې ده.

۵-ولې غواړې موږ سره کار وکړئ؟

دوی غواړي پوه شي چې څومره مو د دوی په اړه څېړنې کړي، څومره دې دندې سره مینه لرئ، کوم کار تاسو ته درپه زړه کړل چې باید دلته کار وکړئ.
ځواب ته مو غور وکړئ. ځينې کسان به وايي چې:« معاش مې کم وو، مدیر مو بداخلاقه و، سرګردانه وم، سویه یې ټيټه وه؛ نو ځکه دلته راغلم»، دغه ډول ځواب مدیر ته خوند نه ورکوي. مدیر غواړي په ځواب کې پوه شي چې تاسو هر کار کولی شئ، انرژي لرئ، ارزښتناک اوسېدی شئ….

۶-پخوانۍ دنده مو ولې پرېښوده؟

رییس/مدیر د دې پوښتنې د ځواب په ترڅ کې په دې پسې ګرځي چې ایا تاسو چا سره جوړ نه شئ راتلی، همکاري نه شئ کولی، لنډمهالې دندې مو دا ډول پوښتنو ته لاره هواروي. ناسم ځواب له تاسو دنده اخیستلی هم شي. تر ټولو مناسب او سم ځواب ورته دا دی چې زما ستاسو د شرکت دا کار خوښ دی چې خلک وده پکې کوي، زه هم غواړم پرمختګ درسره وکړم.

۷-تاسو غواړئ چې یوه ورځ خپله د شرکت مشر شئ؟

که چېرې احساساتي ځواب ورکړئ چې هو! ولې نه، دا خبره مو په خپل زیان ده؛ ځکه هغوی بیا تاسو ته دنده نه درکوي، وايي چې هرومرو د دې لپاره ورغلي یاست چې له تګلارو یې ګټه پورته کړئ، ځان یو ځای ته پرې ورسوئ او بیا دوی نیمه لاره کې پرېږدئ. مناسب ځواب دې پوښتنې ته دا نه دی چې ووایې: نه! هيڅکله.

مناسب ځواب دی چې ووایاست، یو وخت مې په دې اړه فکر کړی و؛ خو ومې لیدل چې مشرۍ ته مناسب نه یم.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ