ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له دندو زړه تور والی؛ ولې ځینې خلک خپل کارونه پریږدي؟

لیکنه: صادق طارق

ډېر خلک خپلو دندو ته ‌ډېر لېواله دي، خو ډېر نور به داسې وي چې له خپلو دندو یې زړونه ماړه دي او نه غواړي دوام ورکړي.

خو ولې داسې کیږي؟

دلیل یې څه دی؟

ولې خلک له خپلو دندو زر زړه تورې کیږي؟

دلته به په دې اړه د یوې څېړنې جزیات او پایلې درسره شریکې کړو.

دلیل څه دی؟

د یوې علمي څېړنې پایلې څرګندوي، چې ګڼ دلایل له دندو څخه د کارکوونکو یا خلکو د زړه تور والي سبب ګرځي.

په څېړنه کې ۳۰ سلنه خلکو ویلي، چې دوی ته داسې کاري فرصت نه دی برابر شوی، چې نرم یا انعطاف منونکی( د دوی په زړه) وي.

په عام ډول د دندو سخت ګیري او ستونزمنوالی سبب کیږي، چې خلک ورڅخه زړه توري شي او پرې یې ږدي.

ګڼو خلکو ویلي، چې کار کوي، خو ورسره خپله فردي سلیقه او ازادي هم غواړي وساتي.

هغه څه، چې د دوی په وینا په زیاتو دندو کې نه موندل کیږي او ورڅخه د دوی د زړه تور والي سبب ګرځي.

فشارونه

په نړیواله کچه یوه لویه برخه خلک اوس د دندو د اسانیدو لپاره د ځینو مدني او قانوني فشارونو د واردیدو له کمپاینونو سره ملګري شوي دي.

دوی فشار راوړي، چې کار ورکوونکي باید کاري قوانین نرم او د کارکوونکو فردي ازادیو، سلیقو او اړتیاوو ته پکې سمه پاملرنه وکړي.

دوی په عامه توګه دا غوښتنې لري، چې په وینا یې باید خاصه پاملرنه ورته وشي.

په نړیواله کچه د کار په اړه په وارد شویو فشارونو کې ۷۵ سلنه خلکو غوښتنه کړې، چې کاري ژوند یې باید یو تعادل ولري. یانې له حده زیات کار ورباندې ونه شي.

دغه راز نورو خلکو غوښتنه کړې، چې کار یې باید د کورنیو مسولیتونو خنډ نه شي، امتیازات یې ښه او د سپما له کچې سره برابر وي او همدا شان کاري فشار کم شي څو پر دوی د ذهني فشار کچه را ټیټه شي.

نورې غوښتنې

پر یادو غوښتنو او فشارونو سربېره نورې غوښتنې داسې یادولی شوو:

ـ د کارکوونکو لپاره د کاري مصونیت فضا باید رامنځته شي.

ـ هر چا ته د خپل مسلک په دندو کې لومړیتوب ورکړل شي څو نورو برخو کې کار ته مجبوره نه شي.

ـ کارونه باید منصفانه وي، د کار له مخې امتیازات ورکړل شي.

ـ د کار قوانین باید ټولو انساني اړتیاوو ته ځواب ووایي.

ـ کارونه نه باید شاقه وي، هغه کارونه چې د نورو وسایلو په وسیله کیدای شي، فشار یې باید پر انساني سرچینو رانه وړل شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق