جنسي بلوغ؛ نښې یې څه دي، هلکان او نجونې کله ور رسیږي؟

د سیاسي، علمي او نورو بلوغو بحث به مو زیات اوریدلی وي، خو د دغو مسایلو په شان جنسي بلوغ هم یوه مرحله ده، چې باید پرې پوه شوو.
جنسي بلوغ هغې مرحلې ته وایي، چې ورته له رسیدو سره هلکان او نجونې له جنسي پلوه بالغان کیږي.
دغه ًپړاو ته له رسیدو وروسته دوی جنسي تعامل او نسلي زیږون کولای شي.
دغه پړاو یا مرحلې ته د نجونو او نارینه وو رسیدل سره فرق لري.
دا هم د هېرولو نه ده، چې دغه پړاو ته له رسیدو سره د نجونو او هلکانو رواني او شخصیتي خصوصیات هم بدلیږي.
جنسي بلوغ معمولاً د نوې ځوانۍ په پړاو کې رامنځته کیږي.
دا بلوغ که څه هم له ټولنیز، شخصیتي او نورو بلوغونو سره فرق لري، خو اړیکې یې سره شته دي.
څنګه معلومیږي؟
جنسي بلوغ ته د رسیدو پړاو ځینې نښې نښان لري، چې دلته یې یادوو:
ـ هم په نجونو او هم هلکانو کې تناسلي آله بدلون مومي، لوییږي.
ـ هلکان په اولو وختونو کې د شپې د خوب پر وخت شیطان تېرباسي او ارضا کوي.
ـ د نجونو د تناسلي آلې ترڅنګ سینې او د وجود نورې برخې هم لوییږي.
ـ د دواړو (هلکانو او نجونو) په ذهن کې جنسي غوښتنې پیدا کیږي او تمه لري، چې په مقابل جنس کې څوک پیدا او ورسره یو ځای واوسي.
ـ هلکان له ۱۰ کلنۍ تر ۱۴ کلنۍ موده کې جنسي بلوغ ته رسیږي.
ـ د نورو نښو ترڅنګ د بالغیدونکو کسانو پر تخرګونو او تناسلي آلو ویښته هم شنه کیږي.
ـ د بالغیدونکو قدونه هم لوړیږي.
ـ په نجونو کې د حیض مرحله هم پيلیږي.
ـ د بالغیدونکو غږونه هم بدلیږي.
تر وخت مخکې بلوغ
داسې هم کیږي، چې بالغیدونکي کسان له ټاکلې مرحلې مخکې جنسي بلوغ ته ورسیږي.
دا موضوع مخکې هم پېښه شوې او لا نور به پېښیږي.
دې مسئلې ته یوه جینیټیکي ستونزه ویل کیږي او باور دی، چې ځینې وخت ارثي او ځینې وخت فردي مشکل وي.
په دغه حالت کې باید بالغیدونکي کسان خپلې کورنۍ په ځان خبر کړي او هغوی یې ډاکټر ته یوسي تر څو معاینات یې وشي او درملنه ورکړي.
نورې سپارښتنې
ـ کورنۍ باید خپلو ماشومانو( نجونو او هلکانو دواړو) ته د جنسي بلوغ په اړه وار د مخه معلومات ورکړي.
ـ دواړو ته باید سپارښتنې وشي، چې څنګه له بلوغ وروسته ځان کنټرول او مسولانه چلند وکړي.
ـ ماشومانو ته جنسي پوهاوی خورا ضرور دی، که دا ورنه کړل شي، امکان لري چې د جنسي بلوغ پر وخت د نه پوهیدو له کبله د سختو او نه جبرانیدونکو تېروتنو قرباني شي.




وروستي مطالب