ژمی او جنسي اړیکې؛ نارینه ولې په کې زیات فعالیږي؟

ژباړه: بشر دروېش
موسمونه د انسان پر ژوند او وجود د نورو اغیزو تر څنګ د دوی پر جنسي غریزه هم اغېز لري.
د ګرمې هوا موسمونو ته معمولاً د هغو موسمونو په سترګه کتل کیږي، چې طبیعیت پکې غوړیږي، خو د انسان جنسي فعالیتونه پکې کمرنګه وي.
برعکس څیړونکو نور هغه موسمونه، چې طبیعت پکې مړاوی وي د انسان د جنسي غریزو د غوړیدو موسمونه ګڼل شوي.
په دې لړ کې په مني او ژمي کې د نورو موسمونو په پرتله نارینه له ډېر جنسي تحرک او فعالیت څخه برخمن وي.
دې مطلب کې به دا بحث کړو، چې ولې په دغو موسمونو کې د نارینه وو جنسي فعالیت د نورو موسمونو په پرتله پياوړی کیږي؟
منی او جنسي اړیکې
د جنسي اړیکو په اړه مختلفو ترسره شویو څېړنو ښودلې، چې منی او په دوام یې ژمی هغه موسمونه دي، چې د انسان د وجود د تستوسترون کچه پکې د کال تر بل هر وخته زیات لوړیږي او دا له نارینه و سره مرسته کوي چې په جنسي توګه ډیر بیدار و اوسي.
د دغې کچې د لوړیدو یو دلیل دا هم ښودل شوی، چې معمولاً په دغو وختونو کې د لمر تودوخه کمه وي او د دغې تودوخې کمښت د جنسي غریزې پياوړتیا ته په ګټه ده.
د سیمون فریزر پوهنتون څېړونکو د خپلو څېړنو په پایله کې موندلې ده، چې د تستوسترون د کچې زیاتیدل سربېره پردې چې د نارینه وو جنسي لېوالتیا زیاتوي، بلکې ورسره په ښځو کې د نارینه و لپاره د جذابیت کچه هم پورته بیایي.
د جذابیت په اړه بل بحث
په ورته وخت کې ځینې نور څېړونکي بیا په مني او ژمي کې د ښځو د زیات جذابیت دلیل د دوی لباسونه ګڼي.
دوی وایي په اوړي کې د تودې هوا له کبله ښځینه نه شي کولای ګڼ شیان واغوندي او د جذابیت لپاره یې زیات رنګونه پخپل پوښاک کې ځای پرځای کړي.
خو په مني او ژمي کې د هوا د ښه والي له کبله دوی دا کار ممکن ګڼي.
د جنسي ځواکمنۍ خاص وختونه
د یاد شوي پوهنتون څېړونکو ویلي، چې د انسان په وجود کې د تستوسترون کچه په خاصه توګه له سپیده چاود تر لمر راختو پورې ډیره لوړیږي.
د دوی د څېړنو له مخې په دغه وخت کې د فعال جنسي ځواک لرونکي نارینه ان تر درېیو ځلو پورې د انزال او جنسي اړیکې تجربه لرلای شي.
ولې سهار وخته؟
د دې پوښتنې په اړه د څېړونکو ځواب دا دی، چې دغه وخت نارینه معمولاً د اوږدو شپو له ارامو خوبونو را ویښ شوي وي. د سړو شپو پر مهال د نارینه وجود کې د تستوسترون د هورمون تولید زیات وي او همدا هورمون د جنسي لیوالتیا سبب کیږي..
څېړونکي وایي نارینه په عام ډول د ورځې زیات ستړي او د شپې په پيل کې(په مني او ژمي کې) د ورځو د لنډوالي له کبله په جنسي لحاظ زیات فعال نه وي.
د دوی په په ژمې کې د شپې له خوا کافي خوب نارینه وو ته لازمه ذهني ارامتیا په برخه کوي، او همدا ارامتیا د جنسي پیاوړتیا سبب هم کیدای شي.

خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون رامنځ ته کولو هڅه روانه ده

لیکوال: عاقله اسد - برخه : سیاست

امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون د رامنځ ته کولو په لټه کې ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه ... نور ولولئ