سینما او موسیقي له نړۍ

مشهورې امریکایې فلم ستورې، ریکارډ جوړ کړ

مشهورې امریکایې فلم لوبغاړې او فلم جوړونکې جینیفر انیسټن په انسټاګرام کې د لومړي ځل لپاره راتلو او اکونټ جوړولو وروسته نړیوال ریکارډ مات کړ.

فلم لوبغاړې څو ورځې وړاندې په انسټاګرام باندې یو اکونټ جوړ کړاو پرې د خپلو همکارانو او فلم لوبغاړو سره تصویرونه خپاره کړل.

جینیفرانسټین د انسټاګرام اکونټ جوړولو خبر یې د مینوالو تر منځ په ډېرې تیزۍ سره خپور شو په یوازې پنځه ساعتونو او ۱۶ دقیقو کې د نوموړي د فالورزو شمېر ۱۰ لکو ته رسېدلی و.

په دومره کم وخت کې په دغه اندازه یعني د یو میلیون فالورزو پیدا کولو نړیوال ریکارډ دی.

دغې فلم ستورې د شهزاده هیری او میګن مارکل د اکونټ هغه ریکارډ هم مات کړی چې تېر کال یې پر انسټاګرام نوي اکونټونه جوړ کړي وه، دوی په ۵ ساعتونو او ۴۵ دقیقو کې لس لکه تعقیبوونکي پوره کړي وه.

مشهور امریکایې سریز(فرینډز) کې رول لوبوونکې ۵۰ کلنې جینیفر انیسټن چې څنګه په انسټاګرام خپل اکونټ پرانیسته نو خپل تصویر یې ترې شریک کړ او هماغه وه چې مینوالو دغه تصویر هم خوښ کړ او اکونټ یې هم تعقیب کړ.

په دومره زیاته اندازه تعقیبوونکو وروسته د ریکارډونو د ثبتونو نړیوال کتاب (ګینز) هم اعلان وکړ چې جینیفرانسټين د انسټاګرام په لږ موده کې تر ټولو د زیاتو فالورزو لرونکې کس شو.

دغه نړیوال ریکارډ تر ټولو وړاندې د پاپ موسیقۍ ستوري کینګ ډینیل جوړ کړی چې په انسټاګرام کې يې په ۱۱ ساعتونو او ۳۶ دقیقو لس لکه تعقیبوونکي موندلي وه، چې ترې وروسته بیا برتانوي شهزادګۍ او هیري او میګهن مارکل اوکونټونو دغه ریګارډ مات کړل.

خو اوس دغه امریکایې ستوري جینیفر انیسټن په انسټاګرام نه یوازې دا ریکارډونه مات کړه بلګې اوس تر ۴۰ لکو زیات فالورز هم لري.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی