د اسټرالیاوي لوبغاړي فلکنر، هغه انځور چې نړۍ یې حیرانه کړه

لیکنه: بهار سمسور
د اسټرالیا کریکت ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي جېمز فلکنر د خپل همجنسبازۍ څخه وروسته له هغې نړۍ خبره کړه چې په خپل رسمي انستګرام کې یې د خپلې مور تر څنګ د هلک ملګري (بوای فرېنډ) تصویر خپور کړ.
جېمز فلکنر پر خپل انستګرام له دې تصویر سره لیکلي:

«یو ماښامنی د خپلې مور او هلک ملګري سره.»

فلکنر لیکلي:

«راب جاب یې د پنځو کلونو ملګری دی او خوشال دی چې د ده سره د کلیزې په نمانځنه کې ګډون کوي.»

فلکنر دغه تصویر د ده د ۲۹ کلیزې د نمانځنې په پلمه نشر کړی دی.
سره له دې چې جېمز فلکنر له دې تصویر سره په واضح تورو راب جاب خپل هلک ملګری یاد کړی، خو وروسته له هغې چې د اسټرالیا کریکټ بورډ په دې اړه خوله خلاصه کړه او د ACویاند کارینا کېسلر وویل دا د هر چا فردي موضوع ده، موږ له فلکنر سره تماس ونیوه هغه وایي جاب یې د پنځو کلونو ملګری دی او د اسټرالیا کریکټ بورډ د چا په شخصي مسایلو کې شک نه لري.

کله چې د جېمز فلکنر د دې تصویر خپریدو وروسته په نړیواله کچه سوشیل میډیا او غټو رسنیو د دې کار په تړاو مثبت او منفي خبرونه او تبصرې خپرې کړې فلکنر سهار د همدې تصویر لاندې په انستګرام ولیکل:

«بیګاه شپه زما د تصویر په اړه خلکو مثبت او منفي نظرونه لرل زه باید واضح کړم چې زه (ګای) نه یم او دا نه سم پوهاوی دی چې د خلکو تر منځ یې ګنګوسه خپره کړې ده، جاب زما د پنځو کلونو ملګری دی او زه د زړه له تله ورسره مینه لرم. مینه، مینه ده.»

جېمز فلکنر د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې له ۲۰۱۴ کال راوروسته یو بهترین الرونډر لوبغاړی دی چې په ښي لاس په منځنۍ برخه کې توپ وهنه کوي او په چپ لاس باندې چټکه توپ اچوونه هم کوي، خو په انګلستان کې د راروان نړیوال پنځواس اوریز جام لپاره د اسټرالیا په لوبډله کې شتون نه لري.