جې‌روټ د انګلستان لپاره د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو توپوهونکي جې‌روټ د انګلستان ملې لوبډلې لپاره ریکارډ جوړ کړ او ددې هیواد لپاره ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی شو.

جې‌روټ په ټیسټ، یوورځنیو او شل اوریزه لوبو کې تر بل هر انګلستاني لوبغاړي زیاتې منډې جوړې کړې او په دې سره یې د انګلستان لپاره یو ریکارډ جوړ کړ.

هغه په ۲۹۰ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو کې ټولې ۱۵۷۸۰ منډې جوړې کړې دي، چې ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی وشمېرل شو.

 

د انګلستان لپاره په درې واړه فارمټونو کې مخکښ منډه جوړونکې لوبغاړي

 

۱ـ جې‌روټ: په ۲۹۰ لوبو کې یې ۱۵۷۸۰ منډې جوړې کړې دي.

۲ـ کوک: په ۲۵۷ لوبو کې یې ۱۵۷۳۷ منډې جوړې کړې دي.

۳ـ پیټرسن: په ۲۷۵ لوبو کې یې ۱۳۷۷۹ منډې جوړې کړې دي.

۴ـ بیل: په ۲۸۷ لوبو کې یې ۱۳۳۳۱ منډې جوړې کړې دي.

۵ـ ګوچ: په ۲۴۳ لوبو کې یې ۱۳۱۹۰ منډې جوړې کړې دي.

۶ـ سټیوارټ: په ۳۰۳ لوبو کې یې ۱۳۱۴۰ منډې یې جوړې کړې دي.

۷ـ ګوویر: په ۲۳۱ لوبو کې یې ۱۱۴۰۱ منډې جوړې کړې دي.

۸ـ سټاروس: په ۲۳۱ لوبو کې یې ۱۱۳۱۵ منډې جوړې کړې دي.

۹ـ تریس‌کوتیک: په ۲۰۲ لوبو کې یې ۱۰۳۲۶ منډې جوړې کړې دي.

۱۰ـ ایون مورګن: په ۳۴۶ لوبو کې یې ۱۰۰۱۷ منډې جوړې کړې دي.

 

 

 

 

وروستي مطالب