سپورټ کرکټ وزش او تمرین

جاوید احمدي؛ شپږیزه لیګ کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی!

لیکنه: محمد نسیم حمیدي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې پياوړی ښی لاستی توپوهونکی جاوید احمد هغه لوبغاړی دی، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د د جاوید احمدي د هغه ریکارډ ستاینه کړې، چې په شپږیزه لیګ کې یې تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې جوړې کړې دي.

جاوید احمدي په شپږیزه کرکټ لیګ کې تر دې دمه ۳۸ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۳۸ لوبو کې یې ۱۱۳۳ منډې کړې او په یو لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ وهنه د ۱۱۷ منډو ده.

د دې تر څنګ جاوید احمدي په یادو سیالیو کې یوه سلیزه او شپږ یې بیا پنځوسیزې وهلې دي.

همدارنګه د جاوید احمدي اوسط منډي په هر لوبه کې ۳۴،۳۳ منډې دي.

جاوید احمدي به د شپږیزه کرکټ لیګ په راتلونکي پړاو کې هم ولوبیږي.

ټاکل شوې د شپږیزه کرکټ لیګ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۳مه نيته پیل او د همدې میاشتې په ۲۵مه نيته پای ته ورسیږي.

شپږیزه کریکټ لیګ یو له هغو کورنیو لیګونو څخه دي، چې ډیری پټ استعدادونه ور څخه رابرسېره کېږي او له مخې یې بیا په ۱۹ کلونو او یا هم په ملي لوبډله کې ځای پر ځای کېږي.

یاد لیګ په لومړي ځل د افغانستان کریکټ بورډ له لوري په ۲۰۱۳ م کال کې پرانیستل شو، چې  لومړي پړوا اتلوالي یې د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله.

تېر کال د دې لیګ اتلولي د میس عینک زون لوبډلې ګټلې وه. چې سږ کال به د میس عینک زون لوبډله د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ