خوندیتوب روغه سټه سینما او موسیقي کرونا

د کرونا ويروس په اړه د جاويد اميرخيل پيغام!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

افغان مشهور سندرغاړي جاويد اميرخيل د کرونا څخه د ځان ساتني په اړه يو ويډيويي پيغام خپور کړی.

پدې ويډيويي پيغام کي اميرخيل خپل دفتر ته راځي په داسي حال کي چي دستکشي يې په لاس او ماسک يې وهلی دی،د خپلو همکارانو سره د لاس په پورته کولو سره ستړې مسې کوي او تر هغه وروسته خپل کاري ميز ته رسيږي.

جاويد اميرخيل خپل موبايل، کمپيوټر او ټول هغه کاري مواد چي پر ميز پراته دي د مکروب ضد مايع په واسطه پاکوي.

د جاويد ددې ويډيويي کليپ څخه مطلب دادی چي په دفتر کي د لاس روغبړ مکوئ او همدارنګه پر کاري ميز مو ټول پراته شيان په مکروب ضد مايع پاک کړئ.

امرخيل سپارښتنه کړې چي خپل ځان ،خپله کورنۍ او ټولنه د کرونا ويروس څخه په امان کي وساتئ.

دا په داسي حال کي ده چي د عامي روغتيا وزارت په افغانستان کي د کرونا ويروس د ۳۸ نويو مثبتو پايلو خبر ورکړی.

اوسمهال په افغانستان کي ۳۳۷ کسان په کرونا ويروس اخته دي چي له امله يې ۷ کسان مړه سويدي.

لاندي لينک کي د جاويد اميرخيل ويډيويي کليپ کتلای سئ:

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2381194928769534&id=1874335669455465

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ