مارچ 4, 2021

په جرمني کې لس اوریز کرکت لیګ پېلېږي

لیکنه: سمیع الله درانی

د اروپایي کرکټ نېټورک مشر ډانیل ویسټن خبر ورکړی، چې دوی د جرمني په شمال کې چې نسبتاً ښکلې هوا لري، کرکټ لیګ پېلوي، چې پر جرمني سربېره به پکې د اروپا او نړۍ تکړه لوبغاړي برخه‌وال وي.
لیګ سبا دوشنبه د جون پر ۲۹ مه د جرمني په کومرفېلډ سیمه ترسره کېږي. د مسوولینو په خبره یادې سیالۍ به ۵ ورځې دوام وکړي.

د لیګ پنځه لوبډلې

کومرفېلډر سپورټ وېرېن، ایم ټي وي سټالینز، پولي زي سپورټ وېرېن، ایس سي یوروپا او فالرز لېبېن. له کرکټ ډلې څخه هیله کوي چې د دغه لس اوریز لیګ په ملاتړ کې مرسته وکړي.
تر اوسه یاد لیګ ته د بولي او لوبغاړو اخیستلو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د لیګ مشرانو دومره لیکلي چې د دوشنبې پر ورځ د جون په ۲۹ مه به د جرمني په شمالي څنډه کې پیل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي