بریا او پرمختګ رسنۍ ساینس او ټیکنالوژي له نړۍ نړۍ

د جاپان لخوا جوړ سوي لوی ربوټ لومړي حرکات کړي + ویډیو

خبریال: فضل الله فضلي

د جاپان هیواد د پلازمینې توکیو اړوند په یوکوهاما ښار کي د دې هیواد لخوا د نړۍ تر ټولو لوی ربوټ (انساني ماشین) خپل لومړي حرکات کړي دي.

ددې ربوټ جګوالی ۱۸ متره دئ او وزن یې ۲۵ ټنه یاد سوی.

دا د کلنو کلنو هغه خواریو او هڅو نتیجه وه، چي چاپان په یوکوهاما کي د ګنډم کمپنۍ لخوا جوړ سوی ربوټ نندارې ته وړاندي کړ او لومړي حرکات یې وکړل.

په ویډیو کي معلومیږي، چي دا ربوټ په حقیقت کي حرکت کولای سي.

دې ربوټ ته د هیومېنډ نوم ورکول سوی او ټاکل سوې، چي د روان عیسوي کال د وروستۍ ډسمبر میاشتي پر ۱۸ نېټه پرانیستل سي.

یاده کمپنۍ وايي چي ددې پرانیستني چاري د کرونا وبا د خپرېدو له امله ځنډول سوي وې، ځکه مینوالو ته اجازه نسوای ورکول کېدای چي په مراسمو کي ګډون وکړي.

لدې مخکي چاپان یو بل لوی ربوټ چي ۸ متره یې لوړوالی جوړ کړی وو.

مخکي مونونوفو د نړۍ هغه لوی ربوټ وو، چي نوم یې د نړیوالو عجایبو (ګینس) کتاب کي هم ثبت سوی وو.

چاپان د انساني ماشینونو د جوړوني لوی مرکز بلل کیږي او د ټکنالوژۍ په راتګ سره یې دا څوهمه هڅه ده، چي ترسره کوي یې او نړۍ ته یې ښکاره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ