فبروري 24, 2021

د شخصیت بحث؛ افغان ټولنيزې رسنۍ او مستعار اکاونټونه

جاپانیان د شخصیت پیژندني تعریف داسې کوي او وایي، چې انسان درې څېري لري؛
یوه هغه څېره ده په کومه، چې دوی د خپلې کورنۍ سره مخ کېږي او رویه کوي.
دوېیمه هغه څېره ده، چې دوی یې د بهر خلکو او دوستانو سره پرې مخ او رویه کوي.
او درېیمه د ده دروني/ باطني څېره، چې دا څوک دی او په حقیقت کې څه کول غواړي، نو دغه درېیمه یانې دروني څېره د دې خپله و اصلي څېره او شخصیت دی.
فیسبوک کې هم دغسې، د انسان اصلي څېره او شخصیت هماغه دی کوم، چې یې په مستعار اکونټ کې وي.
هلکان چې د نجونو په نامه یا مستعار اکونټونه جوړوي، دې باندې ډېر غږېدلي یو (ما پرې یوه لیکنه هم کړې” صدیق الله څرنګه په صدیقه بدله شوله”)
اوس دلته د ځینو نجونو په هکله غږېږم:
موږ تل هر ناولی لاس په نالوستي او جاهل پاکوو، ځکه چې جهالت یې علت ګڼو، خو نه داسې نده، دلته کیسه سرچپه ده، جاهل درسره په ښکاره کمعقل استدال کوي، خپله خبره به سمه ورته ښکاري، قناعت به نه کوي او ورکول کېږي به هم نه، ښکنځلې سپکې سپورې لوېدلې خبرې به په ډاکه کوي، خو برعکس لوستي…
هو زه دلته د لوستو اشخاصو په اصلیت او اخلاقو غږېږم، اکثریت معتبر مستعار اکونټونه د معتبرو او کاذبې ظاهراً د یو څه اندازه مشهور شخصیت درلودونکو اشخاصو دي.
ما ځینې داسې نامتو “لیکوالان” او “شاعران” ولیدل چې د نجونو په نامه یې اکونټونه جوړ کړي/ لري، کله چې یې لږه پښه خویه شوې یا زنګ خطر ورته متوجه شوی، په خپل دغه پټ مخي شخصیت او ناوړه لوبه کې یې یوه ریښتینې او نادانه نجلۍ کارولې، اکونټ یې ورسپارلی دی…
یا دې نجونه بیا کله د دروغو په یوه لومه کې نښتي کله په بله کې، لیکل او خبرې به یې سره سر هم نه خوري، بیچاره ګانې له دې هم ناخبره وي، چې له دې اکونټونو مخکې څه ترسره شوي او څه روان دي؟
څه یې چې لیکلي وي، مطالعه کړي به یې هم نه وي، نه به هم دفاع ترې کولای شي او نه به هم تل لپاره دوام ورکولای شي یا ورکړي.
ها چې وایي د دروغو مزل لنډ وي!
«د نورو لپاره خپل اصلیت مه بدلوه ځکه نور ستا د شخصیت سمه نمایندګي نشي کولای او نه ستا رول لوبولای شي!!!»
ډېرې ښې بېلګې او مثالونه مې ولیدل، تاسو به یې هم ګورئ او لیدلي وي! ، چې صدیق الله یو دم په صدیقه بدله شي، خو افسوس مې په دغو نجونو وکړ، چې اخر ولې؟
ایا ستاسې خپل شخصیت نه و، چې صرف د یو اکونټ مشهورتیا او کاذب شخصیت مو خپل کړ؟
هغه هم په داسې حال کې، چې ګڼ دوستان پرې خبر دي، چې نوموړی اکونټ د صدیق الله و؟ (صدیق الله نوم د مثال په ډول کاروم)
دویم: ما داسې معتبرې نجونه هم ولیدلې او شته، چې ښایسته قلم او استعداد به لري، خو د ډېر شرافت تمثیل او کاذبو نزاکتونو پاللو لپاره یو اکونټ په اصلي نامه لري، دویم و درېیم بیا د اصلي یانې باطني شخصیت او غوښتنو لپاره جوړ کړی وي او لري.
کله یې چې اصلي اکونټ ته وګوري، محدود ملګري، د چا کمېنټ ته خو ریپلی څه، حتا لایک هم نه ورکوي، پخپله هم چاته کمېنټ نه کوي، د شمار خبرې، محتاطانه چلند، محدود پوسټونه … دا او داسې نور کاذب نزاکتونه به پالي… برعکس مستعار اکونټ کې به یې سینمایې پامیر یي او د نیا خبره مې انډوخر جوړ وي … لوېدلې خبرې، عجیب او غریب افکار، لوڅې خبرې او پوسټونه، شوم سیاست او…
دا بیا هغه نجونه دي، چې محدوده او با ستره نجونو ته د فکري ازادۍ سبق ورکوي، حال دا چې دوی پخپله د کاذب شرافت په زندان کې ځانونه بندیوانې کړي دي…
دوی پخپله کورنۍ او فکري آزادي نه لري، که یې درلودلای، د خپل اصلي نامه او آدرسه دې هغه ټول څه ووایي او ولیکي او هغه چلند دي له ملګرو سره وکړي، چې په بل مستعار اکونټ یې کوي… د هر چا ځواب دې د اصلي اکونټ نه چاته ورکول زده کړي، چې په مستعار اکونټ یې ورکوي… ملګري په خپل اصلي اکونټ هم زیات و کمولای شي…
هغه چلند چې په مستعار نامه کوي، په اصلي یې هم کولای شي، بیان آزادي ده!
خو نه، دوی اصلاً د شرافت بندیوانې او فکري آزادي نه لري.

ولې عادي برخورد نشي کولای؟

ولې د کاذب شخصیت تر شا خپل اصلي شخصیت پټوي او ځان ریاکاره او شریفه ښیي؟ دوی له ځانه نه شرمېږي، ځان ورته بد نه ښکاري او هغه محدود ملګري، چې پرې پوه دي له هغو نه هم شرم نه ورځي یا خپلو منځونو کې څنګه یو بل سره سترګې غړولای شي؟
هو البته، یو انسان چې خپل ځان سره سترګې غړولای شي، بل ته سترګو کې خاوري اچول غر نه دی…
بیان او فکري آزادي هم ځانته څه وایي، چې هر څوک یې نه لري!
د ځینو، ویل او کول!!!

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*