جاپان او افغانستان؛ د زده کړو د توپیر بیلګه

ژباړه: مریم محمدي
دا خبره به مو هرومرو او اوریدلي وي چې جاپان او افغانسان په یوه ورځ خپل ازادۍ اخیستي خو جاپان څومره پرمختللی هیواد شو او افغانستان چیرته پاتې دی.
جاپان د نورو توپيرونو ترڅنګ د زده کړې په برخه کې هم له افغانستانه ځانګړی سیستم لري.
په جاپان کې زده کوونکي تر ۱۰ کلنۍ پورې په ښوونځیو کې ازموینه نه لري.
په دې وخت کې دوی دا زده کوي چې څه رقم ژوند وکړي، له څارویو څه ډول ساتنه وکړي، له نورو سره څه ډل رفتار یا رویه وکړي، څنګه نظافت یا پاکوالی مراعت کړي.
په جاپان کې لومړنی درس چې ماشومانو ته تدریس کیږي هغه، جغرافیه ده.
ښوونکي د خپل هیواد نقشه د هر یو زده کوونکي د میز په سره رسموي، زده کونکي د ځمکي له واقعیتونو سره اشنا کوي.
ښوونکي زده کونکو په دې پوهوي چې جاپان نفت، گاز او معدن نه لري، ځمکه یې محدو ده، غرونه یې اور غورځونکي (آتشفشانی ) دي، په هیواد کې یې زلزلې ډېرې کېږي.
خلاصه ماشومانو ته په لومړنیو وختونو کې دا زده کوي چې، د نوښت لپاره هڅې او کوښښونه وکړي.
بلخوا په افغانستان کې دا خبره بر عکس ده، افغانان یوازې دا خبره ځان ته ویاړ ګني چې ۵ زره کلن تاریخ لري، د نړۍ پیاوړي امپراطورانو ته یې ماته وکړې، همدارنګه فلانی قهرمان، فلان غازي، فلانی بابا دا او هغه… خو دا یوازې تش یادوي، لاس په کارکیږي نه !
سر بیره پر دې چې افغانستان د معدن په درلودلو کې اول دی، زمرد، یاقوت، لاجورد، طلا همدارنګه بېلابیل ځمکني شتمني لري، خو په تدریسي سیستم کې ورته خاصه پاملرنه، نه ده شوې.
همدا لامل دی چې، په تیر تاریخ ویاړو له جنګ پرته مو په ذهن کې د نوښت لپاره بل څه نشته، د بابا نیکه په جنګونو افتخار کوو، باید وشي، خو مګر د ټولنې پرمختک او نوښت لپاره مو لاڅه نه دي کړي.
سرچینه: راز های موفقیت