ژباړه: بشر دروېش
په ګډ ژوند کې دا ممکنه ده، چې اولادونه خپل مور و پلار د جنسي اړیکو پر وخت وویني.
په داسې حالت کې باید مور و پلار څه وکړي؟
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې عام چلند لکه چې لیدل کیږي، خورا متشدد، جدي، له خجالتۍ ډک دی.
ناسم چلند طبیعي ده، چې د ماشوم رواني حالت ته صدمه رسوي.
اول باید تدابیر ولرئ
په اول ګام کې غوره دا ده، چې د ژوند ملګري ( نارینه او ښځینه) دومره غافله نه وي، چې اولادونه یا اولاد یې د جنسي اړیکو پر وخت وویني.
خو کیدای شي د کور محدودیت، د خوب د جلا خونې نشتوالی، په کور کې ګڼه ګوڼه او نور لاملونه د دې سبب شي، چې ماشومان خپل مور و پلار د جنسي اړیکو پر وخت وویني.
د ماشوم پر روان بدې اغېزې
ماشوم په لومړي ځل د مور و پلار د لوڅ لغړ لیدو او جنسي اړیکو پر وخت فکر کوي، چې دا د تاوتریخوالي کومه نوې او نا لیدل شوې بڼه ده.
دا مشاهده د ماشوم پر ذهن بد اغېز کوي، په خاص ډول هغه وخت دا اغېز زیات جدي دی، چې مور و پلار له ماشوم سره توند چلند وکړي.
څه باید وکړئ؟
ـ وارخطا کیږئ مه، حوصله ولرئ، ماشوم سره نرم چلند وکړئ او په توندۍ ورته له خونې د وتو مه وایئ.
ـ په لومړي فرصت کې زر خپلې جامې واغوندئ، یا خپل بدن یا خاص ځایونه یې په یوه شي پټ کړئ.
ـ ماشوم ځانته وغواړئ او ویې پوښتئ، چې په دې نېمه شپه یا بل وخت کې یې څه په کار و؟
ـ که ماشوم کومه پوښتنه وکړه، ورته ووایئ چې کوم تاوتریخوالی مو نه کاوه، دا د مور و پلار مینه وه، چې سره یې وکړه.
ـ ماشوم ته د جنسي اړیکو د پروسې او نورو مسایلو په اړه اصلي معلومات مه ورکوئ.
ـ ماشوم ته ووایئ، چې په دې اړه هیچا سره ونه غږیږي.
ـ که ماشوم مو په دې اړه پوښتنې کولې، سمدستي ځواب مه ورکوئ. په سمدستي ځواب کې کیدای شي تېروتنه درڅخه وشي، ورته ووایئ بیا ورسره په دې اړه غږیږئ.
ـ د ماشومانو غیرمنتظره پوښتنو ته دروغ ځوابونه مه وایئ. مثلاً: کیدای شي نسبتاً هوښیار ماشومان درڅخه وپوښتي، چې دوی له کومه شوي؟
که تاسې ورته ووایئ، چې مور و پلار یې دعا کړې او خدای دوی له اسمانه غورځولي، دا د دوی ذهن مغشوشوي.
ـ هڅه وکړئ، چې د ماشومانو اړیکې د نورو له ماشومانو سره جدي وڅارئ، ډېر یې یوازې مه پریږدئ، خاصتاً له هغو ماشومانو سره چې فکر کوئ کورنۍ یې په اخلاقي لحاظ ستاسې نه خوښیږي.