Advertisements
خواړه

د جلغوزې خاصیتونه؛ دلته یې ولولئ

جلغوزه د قهوه یي ړنګ لرونکې دی، چې خوند یې د پسته او بادام په شان دی.جلغوزه د کاج ونو څخه چې پاڼه یې لکه ستنه داسي ده په افغانستان، پاکستان او همالیا کې پیدا کیږي.

دا غوړه دانه د اسیدو درلودونکې دی چې ځیني خاصیتونه لري:

۱: جلغوزه د ډنګرېدو لپاره ګټور دي که څوک غواري ډنګر شي نو جلغوزه څخه په ګټه اخستلو اشتها کمیږي چې غوري او خپله دانه یې دې کار کې انسان سره مرسته کولای شي.

۲: جلغوزه د پتاسیم او مګنیزیم لرونکي دی چې کولای شي د ویني فشار تعادل وساتي او مرسته کوي چې تل یو ډول وي.

۳: جلغوزه د منیزیم درلودونکې دی، چې د انسان د مغز ارامتیا سبب کیږي نو ځکه زموږ د شپې د خوب د جلغوزې په خوړلو سره سمیږي او کولای شو آرامه خوب وکړو.

۴: هغه څوک چې جنسي مسایلو کې لېوالتیا نه لري نو د جلغوزې خوړل د هورمونونو د تحریک سبب کیږي او جنسي ځواک مو ډېروي.

۵: جلغوزه (اي) او (ک) ویتامینونه لري چې د سترګو روغتیا لپاره او د لیدلو د ډېر ښه کېدو لپاره ګټور دي.

۶: د جلغوزې بله ګټه داده چې د پوست د نرمېدو لپاره ورڅخه ګټه اخستلای شو ( اي ) او پتاسیم هم د پوست د ښایسته کېدو سبب کیږي.

۷: کله چې موږ ستړي یو نو که جلغوزه وخورو زموږ ستړیا لمنځه وړي ځکه چې په جلغوزه کې مګنیزیم شتون لري ددې سربېره چې د عضلاتو درد اراموي نو کله چې موږ دروند کار کوو د هغه ستړیا هم لمنځه وړي.

۸: په جلغوزه کې نیاسین او ویتامین (بي درې) هم شته که څوک حافظه یې کمزوري وي یا هم مغز یې سم کار نه کوي نو دا د د حافظې د ځواکمن کېدو سبب کیږي.

۹: جلغوزه انسان ته ډېره انرژي ور بخښي ځکه چې پروتین، پتاسیم، انتي اکسیدان، فیبر او غوړ لري چې دا شیان ډېره انرژي لري او زموږ د استواره کېدو سبب کیږي.

۱۰: د زړه د سلامتي لپاره ډېره ګټه لري ځکه چې اشباع شوي پتاسیم او مګنیزیم لري د لور خاصیت لرونکي دي نو ځکه زړه ته ګټه لري.

۱۱: همداسي جلغوزه ماشومانو ته هم ډېره ګټه لري، لید ځواکمنوي، ددوی د رشد سبب کیږي، د بدن سیسټم یې منظم او کنترول کوي او د کوم ماشوم پوستکي چې وچ وي نو د چلغوزې غوړ یې د مخ وچ والي له منځه وړي.

۱۲: حامله دارو ښځو ته هم ډېره ګټه لري د مور او ماشوم پرمختګ ته ګټه رسوي، په جلغوزه کې اوسپنه ده ځکه د مور او ماشوم وینه ډېریږي، د مور د خپګان لمنځه ورلو کې رغنده رول لري.

۱۳: سربېره ددې چې ګټه لري ځیني زیانونه هم لري، جلغوزه ډېر ګرم طبیعت لري نو که څوک وچ او ګرم مزاج لري باید د جلغوزه څخه ګټه وانخلي، څوک چې د صفرا ستونزه لري نو باید د خوړلو څخه یې مخنیوی وکړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.