مارچ 6, 2021

کرونا؛ جلال اباد کې ۵۰ رضاکاره ځوانانو له لورې عامه پوهاوی پيل شو

Advertisements

راپور: بشر درویش
د جلال اباد ښار د نهو ناحیو اوسیدونکو او دوکاندارانو ته له کرونا ویروس د مخنیوي دعامه پوهاوی کمپاین پیل شو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ له کرونا ویروس سره د مبارزې د عامه پوهاوي دا کمپاین د یاد ریاست په همغږۍ د یونیسف ادارې په ملاتړ د همدې ناحیو د ځوانانو له لوري ترسره کیږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼي ددغه کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل، چې دا کمپاین د ښار په نهو ناحیو کې د نږدې ۵۰ تنه رضاکاره ځوانانو په مټ ترسره کیږي.

د ژغورلو ګډې هڅې


ښاغلي خوږیاڼي له ځوانانو وغوښتل چې د ننګرهار د ژغورلو لپاره هڅه وکړئ چې د ښار دوکانداران، اوسیدونکي او مشتریان قانع کړئ، چې کرونا ناروغي وژونکې ده او باید مخنیوی یې وشي.
په همدې مراسمو کې د یونیسف د روغتیایې برخې مسول ډاکتر نافع کاکړ وویل:
«له کرونا د مبارزې په برخه کې باید هر کور او د ښار هر اوسیدونکی پیغام ترلاسه کړي.»
سرچینه د نوموړي له قوله زیاتوي؛ که خلک د لاسونو مینځلو، ماسک تړلو او واټن مراعتولو ته پام وکړي نو پر دغه ویروس د اخته کیدو چانس یې کم دی.
له کرونا څخه د مخنیوي دا کمپاینونه تر دې وړاندې په ولسوالیو کې هم ترسره شوي و،چې خلکو یې په ترسره کیدو خوښې وښوده.
خو په ټوله کې روغتیاپالان ټینګار کوي چې د کرونا ویروس ډیر زیات خپور شوی، نو په کار دی چې خلک خپله لاس په کار شي، روغتیايي لارښوونې پام کې ونیسي، خلکو ته عامه پوهاوی وکړي او که خدای مه کړه پر کرونا اخته شول، نو هغه ټکي دې جدي پام کې ونیسي چې د روغتیا نړیوال سازمان او عامې روغتیا وزارت او نورو باوري روغتیايي بنسټونو ښودلي دي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ