افغانستان ټولنیز ژوند سیاست

جلال اباد، که قتل ګاه: اوسیدونکي يې ان له خپل سیوري ویریږي

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

د ننګرهار په جلال اباد ښار کې پرله پسې هدفي وژنو او ترور ښاریان ویرولي او د ژوند مزه يې ترې وړې. دوی په امنیتي اداره نیوکه کوي، چې د یوه لویشت ښار امنیت نشي ساتلی.

تازه همدا نن سهار د جلال اباد ښار بهسودو پول ته څیرمه یو تن په ډزو وویشتل شو. څو دقیقې وروسته، د ښار په زړه، چپرهار هډې ته څېرمه یو ترافیک پولیس څو مرمۍ وویشتل شو او ځای په ځای مړ شو. د دواړو پيښو مجرمین تښتیدلي.
هغه ورځ بختوره وي، چې څوک دې د ښار په زړه کې ونه ویشتل شي.

ښاریان څه وايي؟
خبیب امیري په جلال اباد کې ښار کې د درملو شرکت لري. نوموړي یاران ته وویل:

“زه د ولایت ودانۍ په یو کیلو مترۍ کې کاروبار کوم. باور وکړه چې دومره ډاریږم لکه اچین ولسوالۍ کې چې اوسیږم. امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیدو حالت ته روان ی.”

منیر شینواری د خراسان پوهنتون محصل دی. نوموړی له روان حالت ویریږي. هغه وايي:

“ولا مکمل ویریږم. چې څوک مې خوا کې تېز تېر شي، وایم یا ما ولي، او یا بل څوک؛ او یا به ځانمرګی وي. زه له ډاره له کوره نه وځم. وضعیت دې حد ته رسیدلی، چې که څوک کوم کس وژني، ښه ډاډه يې وژلی او تښتیدلی شي. تاسې کله لیدلي، چې ښار کې دې کوم قاتل نیول شوی وي؟!”

د ننګرهار پوهنتون محصله او جلال اباد کې د نجونو د یو ښوونځي ښوونکې لیلا کاتب وايي:

“په داسې یو حالت کې به څوک څنګه نه ویریږي، چې ته روانه يې او ډز ډز خواته دې روان کس وویشتل شي او خلک په خپله مخه لاړ شي! زه دومره ویریږم، چې اوس پوهنتون او وظیفې دواړو ته عیرحاضري کوم او ډیر کله له کوره نه وځم.”

باج ګیري
د جلال اباد ښار یو شمیر سوداګرو او ډاکترانو هم په څو ځلې شکایت کړی، چې نامعلوم کسان ترې پیسې غواړي او که پیسې ورنکړي، وژنې يې.
په جلال اباد کې هغه کاروباریان او شتمن چې باج اخیستونکو ته پیسې ورنکړي، شرکتونه او دوکانونه يې په ماینونو الوزول کیږي او یا هم ددوې ژوند ته ګواښ زیاتیږي.

تښتول
په جلال اباد کې تښتول اوس د ځینو خلکو لپاره د رزق ګټلو تر ټولو اسانه لاره ده. کله چې تښتوونکي وغواړي، د ښار له هرې څنډې، هر څوک هر کله تښتولای شي. امنیتي ځواکونه ډیر کله نه یواځې دا، چې ددې ډول پيښو مخه نشي نیولای، بلکې د تښوونکو په پیداکولو او نیولو کې هم پاتې راځي.

د انعکاس راډیو تلویزون رییس انجینر زلمی څو میاشتې له تښتوونکو سره برمته و او په پای کې کورنۍ د یوه لمن پیسو په زور راخوشی کړ.

کابل کې د ننګرهاریانو میشت ځینې ملګري او خپلوان ډير کله جلال اباد ته د تښتوونکو له ویرې نه راځي.

د جلال اباد وضعیت ولی له یوې مخې بدتر شو؟
امنیتي او سیاسي شننونکي وخت نا وخت بیلابیل نظرونه ورکوي؛ خو یوه خبره چې ټول پرې موافق دي، هغه داده، چې “اوبه له بره خړې دي.”

په مرکزي اداره کې سیاسي اړ دوړ، د واک ناسم ویش، او په څوکیو چور د هیواد حالات بی ثباته کړي. په امنیتي اداره کې پراخ فساد او غیری مسلکیتوب امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب کړی. ددې ټولو بدبختیو بیه ځوان امنیتي سرتیري او عام خلک د سر په بیه پرې کوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني په ټکو، په تیرو څلورو کلونو کې تر ۴۵ زره ډیر عسکر وژل شوي او د یادې شمیرې دوچند داسې ټپي شوي، چې له ژونده وتلي. شل، معیوب او ړانده شوي، او ان اوس ځان ته ډوډۍ نشي ګټلای.

د یو هیواد نظامي ځواک ته دومره لوی تلفات یواځې هغه وخت اوښتلی شي، کله چې هغوی مسلکي روزل شوي نه وي، او یا يې هم په سر سوداګري شوي وي.

ننګرهار کې د رهبرۍ وخت په وخت بدلون هم خلک اندیښمن کړي. ځينې ښار میشتي وايي، چې د ننګرهار لوړ رتبه څوکۍ بولۍ ته وړاندې کیږي، او هره هغه مافیا چې تر بل ډلې ډيرې پیسې ورکړي، خپل کس ګماري. ځینې وخت خو ان مرکزي مشران د خپلې بقا لپاره هم فرمایشي کسان ولایتونو ته استوي.

د ننګرهار د ولایتي ادارې غبرګون
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی نننۍ پیښې تائیدوي او وايي، چې د امنیت د بهتروالي لپاره په یو پلان عملا کار کوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی

خوږیاڼی وايي:

“د پولیسو په لیکو کې ستونزې شته. موږ کوښښ کوو، چې ځینې بدلونونه پکې راوړو او راوستي مو هم دي. رهبري يې څه ناڅه بدله شوې او لا يې هم تغیر روان دی. په مهمو څلور لارو، لویو سوداګریزو مارکیټونو او د ښار په مهمو نقطو کې د عامه ساتنې عسکر ځای په ځای کوو. په ځینو ځایونو کې پټې امنیتي کیمرې هم لګوو، چې ورسره به د ښار د امنیتي وضعیت په ښه والي کې د پام وړ بدلون راشي.”

دا چې د ښاري امنیت د ښه کیدو تر وخته به لا څومره نورې وینې توې او سرونه وشیندل شي، معلومه نه ده.

د یادونې ده، چې جلال اباد د افغانستان د مهمو لویو سوداګریو ښارونو څخه دی، چې د هیواد د اقتصادي او امنیتي ثبات لپاره خورا ډیر اهمیت لري. دا ښار چې یو وخت د سولې او امن ټاټوبی بلل کیده، اوس په یو قتل ګاه بدل شوی او خلک پکې ان له خپل سیوري ویریږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین