سپورټ کرکټ

د کرکټر «ناصر جمشید» انګلینډ څخه د جلا وطنۍ احتمال

لیکنه: مهر تاج

د اسپاټ فیکسنګ په جرم محکوم کریکټر ناصر جمشید ممکن د انګلینډ څخه هېواد ته واستول شي.

ناصر جمشید، چې اوس مهال د انګلستان کې په زندان کې دی، هغه د بنګله دیش پریمیر لیګ (BPL) او پاکستان سوپر لیګ (PSL) سیالیو کې د سپټ فکس کولو په جرم په ۱۷ میاشتو بند محکوم شوی ؤ، که څه هم د اداري فساد ضد محکمې په ناصر جمشید د لس ۱۰ کلونو بندیز لګولی دی.

د کریکټ مشهورې ویبپاڼې په حواله، ناصر جمشید به د اکتوبر په ۲۱ په ضمانت خوشې کولو لپاره غوښتنه وکړي او که چیرته یې ضمانت منظور شي، نو امکان لري چې له انګلینډ څخه وایستل شي.

له بل لوري، د ناصر جمشید مېرمن ویلي، چې هغې د کورنیو چارو دفتر یا هم د زندان له خدماتو څخه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي یا معلومات نه لري، نو ځکه پدې هکله هېڅ تبصره نشي کولی.

د یادونې وړ ده، چې ناصر جمشید د خپلې مېرمنې او لور سره په “برمینګهم” کې اوسېدۀ.

ناصر جمشید د تحقیقاتو وروسته د سپاټ فکسنګ په تور د ملي جرمونو ادارې لخوا نیول شوی و.

ناصر جمشید او دۀ ملګرو د بنګله دیش پریمیر لیګ ۲۰۱۶ او PSL ۲۰۱۷ په دوران کې د سپاټ فکسنګ هڅه کړې وه.

د BPL په جریان کې یې توپ وهونکی وهڅاوه، چې د پیسو په بدل کې د اوور لومړي دوه ګولونو (توپونو) باندې نمره یا رنز ونه کړي.

په ۲۰۱۶ کې ناصر جمشید یوه پټ چارواکي ته ویلي وو، چې د BPL شپږ لوبغاړي د هغه لپاره کار کوي او په هره لوبه کې ۳۰۰۰۰ دیرش زره پونډه د لوبغاړو ترمنځ ویشل شوي.

ناصر جمشید په پیل کې په PSL کې د رشوت څخه انکار کولو وروسته په محکمه کې اعتراف وکړ، چې پروسږ کال د پاکستان کرکټ بورډ لخوا پرې د ۱۰لس کلونو بندیز لګول شوی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ