اپریل 17, 2021

د پنجاب روزونکی: مجیب او ګېل ته دي چانس ورکړل شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د کینګز الیون پنجاب لوبډلې د توپوهنې روزونکي وسیم جعفر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، کینګز الیون پنجاب لوبډلې مخکینۍ لوبې ځکه وبایللې، چې مجیب ځدران او کریس ګېل یې ونه لوبوله.
وسیم جعفر ویلې، دا لوبډله باید د آی پي ایل سیالیو په راتلونکو لوبو کې دې دوو نامتو لوبغاړو ته حتمن چانس ورکړي.
هغه ویلي، که پنجاب لوبډله غواړې چې د خپلو ماتو مخه ونیسې نو ژر تر ژره دي مجیب او کریس ګېل ولوبوي.
هغه زیاته کړه:

«دا باید ډېر ژر وشي، چې په لوبډله کې مجیب ځدران او کریس ګېل شامل شي او ورته چانس ورکړل شي. هیله لرم، چې ډېر ژر دا دوه لوبغاړي په لوبډله کې ووینم. کینګز الیون پنجاب لوبډله د سیالیو ګټلو لپاره اوس مجیب او کریس ګېل ته ډېره اړتیا لري.»

مجیب او کریس ګېل روان آی پي ایل کې

د ۲۰۲۰م کال د هند کورنۍ تجارتي سیالۍ د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پيل شوې.
چې تر هغه څو ورځې مخکې افغان لوبغاړی مجیب ځدران او ویسټ انډیزی لوبغاړی کریس ګېل د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شول او ورسره یې یوځای تمرینونه پيل کړل.
د دې لیګ له پيله تراوسه پورې پنجاب لوبډلې مجیب ځدران او کریس ګېل نه دي لوبولي.
د معلوماتو له مخي کریس ګېل ته د چمتوالي نه درلودلو له امله تر اوسه چانس ندی ورکړل شوی، خو د مجیب ځدران د نه لوبېدو په اړه لا تراوسه ښکاره دلیلونه نشته.

روان آی پي ایل کې پنجاب لوبډله

کینګز الیون پنجاب لوبډلې په روان آی پي ایل کې تر دې دمه پنځه لوبې ترسره کړې دي، چې له ډلې یې څلور بایللې، خو یوازې یې یوه لوبه ګټلې ده.
پنجاب لوبډلې له ډهلي، راجستان، ممبي او راجستان لوبډلو څخه ماتې وخوړلې، خو یوازي یې په خپله دویمه لوبه کې بنګلور لوبډلې ته ماته ورکړه.
دا لوبډله خپله شپږمه لوبه نن ماښام شپږ نیمي بجې د سنرایزر حیدراباد په وړاندې ترسره کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي