جېکس کېلېس له کلکتې لوبډلې سره خپل ۹ کلن سفر پای ته ورساوه

جېکس کېلېس چې د سویلي افریقا پخوانی الراونډر کرکټ لوبغاړی و او د ۲۰۱۵ م کال راهیسې د کلکتې لوبډلې مشر روزونکی و له خپلې دغې دندې لرل کړل شوی دی.
کېلېس په ۲۰۱۵ م کال کې له کلکتې لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه تړون لاسلیک کړ او پرون د یکشنبې په ورځ د جولای په ۱۴ مه نېټه یې دا تړون پای ته ورسېد.
کالېس سره د هغه ملګری روزونکی سېمون کاټېچ هم لرې کړل شوی دی، دوی په خپله خوښه استعفا نه ده ورکړې؛ بلکې د کلکتې لوبډلې د رهبرۍ له خوا لرې کړل شوي دي.
کلکتې لوبډلې مسئولینو ویلي دوی به د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل د نوي روزونکي تر مشرۍ لاندې ولوبوي.
له ۲۰۱۵ م کال وړاندې جېکس کالېس د کلکتې لوبډلې لوبغاړی و او له ځلېدو وروسته بیا روزونکی وټاکل شو.
نوموړی له کلکتې لوبډلې سره د ۲۰۱۱ کال څخه ملګری و او تقریبا ۹ کاله له دې لوبډلې سره کله د لوبغاړي او کله هم د روزونکي په توګه پاتې شوی و.
جېکس ویلي زه د کلکتې لوبډلې له مشرتابه، لوبغاړو او ټولو غړو مننه کوم او ما له دغو غړو سره خورا ښې شېبې تېرې کړي او خوږې خاطرې ترې لرم.
بل پلو له کالېس سره اسټرالیايي پخوانی لوبغاړی سېمون کاټېچ چې د کلکتې لوبډلې د توپ وهنې روزونکی و، هم له دندې لرې کړل شوی دی.
کاټېچ له ۲۰۱۶ م کال څخه وروسته د دې لوبډلې د توپ وهنې روزونکی و، ده په خپله مشرۍ یو ځل د ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډله په سي پي ایل سیالیوکې اتلولۍ ته رسولې وه.
د کلکتې لوبډلې اجرایوي مشر وینکي مایسور ویلي، کېلېس به بیا هم زمونږ د لوبډلې غړی وي.
کلکته چې د شاه رخ خان لوبډله ده، دوه ځلې یې د آې پي ایل سیالیو اتلولي ګټلې ده او دا چې په دې څو پړاوونوکې ښه ونه ځلېده؛ نو لومړی یې پخوانی لوبډلمشر ګاتم ګمبیر لرې کړ او اوس یې دوه د رهبرۍ غړي هم لرې شول.
دا چې د کېلېس پر ځای به څوک ټاکل کېږي لا هم پرېکړه نه ده شوې.
 
 




وروستي مطالب

شکېب الحسن خپلې غوسې جرمانه کړ

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او ... نور ولولئ