سینما او موسیقي

د کټرینا کیف خور لومړي فلم کې د سلمان خان له اوښي سره راښکاره کیږي

د هندي سینما د ښکلې فلم لوبغاړې کټرینا کیف بله ښایسته او کشره خور ازبیل کیف هم چمتو ده چې د فلم نړۍ ته لومړی فلم وړاندې کړي.

جیو نیوز خبرې ویبپاڼه وایي د کټرینا کیف خور ازبیل کیف به د سلمان خان د اوښي یا د خور خاوند ایوش شرما سره خپل لومړی فلم نندارې ته وړاندې کړي.

ازبیل کیف نوم له ډېر وړاندې په هندي سینما کې یادیږي کله د یوه فلم لپاره یې نوم خپور شي او کله د بل فلم لپاره، خو دا ځل داسې رپوټونه خپاره شوي چې د ایوش شرما سره یوځای په لومړي فلم کې کار کوي.

د هندۍ سینما مشهور شنونکي ترن ادرش په ټویټر اعلان کړی چې د کټرینا کیف ښایسته خور ازابیل په خپل لومړي فلم (کوتها) د سلمان خان اوښي سره یوځای راښکاره کیږي.

د فلم لارښود کرن للت په لارښوونه جوړيدونکي فلم د شوټینګ یا صحنو ډکولو چارې به د روان کال سپټمبر میاشت کې پيل شي.

ازابیل کیف لومړی فلم اکشن یا جنګ لرونکی ډرامه فلم دی چې په کې مرکزي رول ایوش شرما لوبوي، ویل کیږي شرما به په دغه فلم کې پولیس وي خو تر اوس د کیف د رول په تړاو څه نه دي ویل شوي.

ایوش د سلمان خان د کشرې خور خاوند دی.

د ازابیل کیف په تړاو یې خور کټرینا کیف ویلي وه چې زیاته خوارې کوي خو په چارو کې خپلواکه ده، ښکاره ده چې د فلمیز ژوند لپاره یې هڅې او کوښښ په کار دی مګر ښه خبره داده چې د ځینو په تړاو لا له وړاندې پوهیږي.

کټرینا زیاته کړې وه چې په خپله یې په فلم نړۍ کې وخت تېر کړی نو کېدلی شي چې د ازابیل لپاره یوه مرستیال ثابته شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی