اقتصاد سرسکالو سیاست نړۍ

له ایوانکا ټرمپ، امریکايي څارنوال ۵ ساعته څیړنې وکړې

لیکنه: مهر تاج

ایوانکا ټرمپ، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور، د غیر انتفاعي سازمان فنډونو (بودېجو) ناوړه ګټې اخیستنې په تور پنځه ساعته د څېړنو لاندې او پوښتنې ځنې شوي.

د برتانیا خبري اژانس په حواله، ایوانکا ټرمپ د کولمبیا د ولسوالۍ د لوی څارنوال، کارل ریسسن” لخوا د ټرمپ د املاکو سوداګرۍ او نورو تمویل لپاره د غیر انتفاعي موسسې د فنډونو کارولو تور پورې کړی دی او ویلي یې دي، چې دا یې د شرکتونو د ګټې لپاره ترسره کړي.

دا تور هم پرې لګېدلی، چې په ۲۰۱۷ کې د ډونلډ ټرمپ د سوګند کولو د مراسمو له پاره په واشنګټن کې د ډونلډ ټرمپ شخصي هوټل ته د بازار تر نرخه ډېرې پيسې ورکړل شوي.

ایوانکا ټرمپ دا تورونه رد کړي او دا سیاسي غچ بولي. په ټولنیزه شبکه ټویټر کې ایوانکا ټرمپ لیکلي، چې دا د سیاسي انتقام یوه بله بیلګه ده، چې په کې د امریکايي خلکو د مالیې پیسې ضایع کېږي.

IMG-20201204-WA0003.jpg

ایوانکا د هغه بریښنالیک دا برنی سکرین شاټ هم خپور کړی، چې هغې په ۲۰۱۷ کې لیکلي و، په کوم کې چې هغې د هوټل مدیریت څخه غوښتې ؤ ترڅو هغه د بازار نرخ سره مناسبه معاوضه/ تاوان ورکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ