بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

په اطمینان وغږیږئ

لیکنه: ياران
ژباړه:نجم الرحمن ناصري

خپلو خبرو ته پام وکړئ

هغه جملې چې ورڅخه ګټه پورته کوئ، له هغه احساس څخه، چې د ځان لپاره یې لرئ، راځي. ځینې کلمې مخربې دي او ځینې یې پیاوړي کوونکې دي.

غوره کول، یو ډول پیاوړتیا ده

داسې کلمې، لکه «زه نشم کولای» ښکاروي چې تاسو پاتې راغلي یاست، په داسې حال کې چې دا کلمه «زه دا نه غوره کوم» د تاسو د پیاوړیتوب ښکاروندویي کوي.

ستاسو ضمیر داسې پیامونه، لکه «زه نشم کولای» اوري او دا د خپلې کمزورۍ نښه ګڼي.

داسې جملې چې د تاسو د پیاوړیتوب لامل کېږي د تضعیفي جملو پرځای وکاروئ. چې ستاسو ضمیر ووایي چې تاسو پر ځان مسلط یاست.

د پیاوړیتوب کلمې

منفي کلمې د خپلو لغاتو له زېرمې څخه پاکې کړئ، دا عبارت «تجربه ښوونکې ده» د دې عبارت «ویرونکی ده» پرځای وکاروئ.

«زه پوره مسوول یم» د دې جملې پر ځای چې وایي «تېروتنه زما نده» وکاروئ او داسې نور.
په دې ډول نه يوازې ستاسو عزت نفس زیاتېږي، بلکې هغه چلند او رویه چې نور تاسې سره کوي بدلون مومي.
د دې پر ځای چې د ژوند ستونزې په خپله لاره کې خنډ وبولئ، هغو ته د مناسب فرصت په سترګه وګورئ، ور د خپل تکامل او وده پر مخ خلاص کړئ، هر وارې چې مو د خپل ظرفیت د لوړوالي لپاره فرصت وموند، کوښښ وکړئ چې د هغې ستونزې په حلولو د خپلې شاوخوا نړۍ هواره کړئ، په دې ډول ډېر د پیاوړیتوب احساس کوئ.

هغه څوک چې مجبوره شوي له خپلو غټو وېرو سره مخامخ شي او له هغې سره په مقابله کې سرلوړي شي، ځان یې لا نور پیاوړی کړئ.
له یاده ونه باسئ چې آرامه فکر په هرڅه لاسته نه راځي، بلکې له هغو سره د چلند ډول مهمه دی.
هر څوک په یوه ځای کې د وېرې احساس کوي، تاسو یوازې نه یاستئ چې کله له کوم ناپېژانده قلمرو سره مخ کېږئ، وېره تجربه کوئ، زیاتره کسان داسې یو څه تجربه کوي.
په رښتیا موږ ټول انسانان یو او یو ډول احساس لرو، وېره استثناء نه ده.

فقط تر سترګو کېږي چې نور کسان نه وېرېږي، امکان لري، فکر وکړئ چې نور، خصوصاً نامتو او مهم کسان نېکمرغه دي، ځکه له خطر څخه نه ډارېږي. ډاډه و اوسئ چې داسې نه ده! هغوی هم مجبوره شوي له ډېرو غټو وېرو سره مخامخ شي او ځان هغه ځای ته ورسوي چې اوس دي، او اوس هم ورسره مخامخ کېږي.

ډاډه ولرئ او خپل کارونه داسې پیل کړئ او داسې فکر وکړئ چې هېڅ به ماتې نه وخورئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

Leave a Reply to سراج الحق Cancel reply

۱ تبصره